(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.07.2022کابل دې وسوزي؟

[01.Jul.2022 - 17:14]

ته به داسې واې چې کابل دې بايد وسوزي

مونږ به وايو دغه غل اومل دې باید وسوزي

ته   به   واې    الجهاد سبيلنا سبيلنا !!!!!!!!

مونږ به وايو دغه ول په ول دې بايد وسوزي

ته وايه چې زه به د سجدې قسم پوره کړمه

مونږ وايو تندی او پردی پل دې بايد وسوزي

ته واې چې زه به اريانا له بيا تجديد کووم

مونږ وايو د تورې شپې قاتل دې بايد وسوزي

ته وايه چې بيا به دافغان څهره بدله کړم

مونږ به وايو دا ږيره بمبل دې بايد وسوزي

ته وايه چې تا به مهاجر ځان به انصار کړمه

مونږ به وايو ستا سپېره تکل دې بايد وسوزي

ته وايه چې بيا به د اسلام په دوکان کېنمه

مونږه وايو دغه نورلس شل دې بايد وسوزي

ته وايه چې بله شربت ګله به ې خرڅه کړم

مونږ وايو چې داسې پردي خپل دې بايد وسوزي

ته وايه چې ځان به انساني حقوق کښې ووګټم

مونږ وايو دلال چې مکمل دې بايد وسوزي

ته وايه چې زه به د عربو نه ثواب ګټم

مونږ وايو شېخانو دا ځنګل دې بايد وسوزي

ته وايه چې ما درله طالب ملا ساتلی دی

مونږ وايو د سپګو دا کمبل دې بايد وسوزي

ته وايه چې زه به مدرسو له خېټه لويه کړم

مونږ وايو چې ستا کتاب فضل دې بايد وسوزي

ته وايه چې سرې جامې به ځان له تکې شنې کړمه

مونږ وايو چې شين شېطان خلل دې بايد وسوزي

ته وايه چې بيا به قندهار ته مدينه وايم

مونږ وايو چې دا ادل بدل دې بايد وسوزي

ته وايه چې زه به  د  پکتيا نه روح وباسمه

مونږ وايو چې تا کښې ستا اجل دې بايد وسوزي

ته وايه چې ټول پښتون افغان به جنګ له ورکړمه

مونږ وايو چې ستا مزل منزل دې بايد وسوزي

ته واېه دا لوې اسلام اباد دې بايد نه سوزي

مونږ وايو چې مونږ سيزی اوربل دې بايد وسوزي

ته واې چې مونږ به د بشر نه ژبه غوڅه کړو

مونږ وايو ستا جهل او ستا چل دې بايد وسوزي

 

مونږ وايو چې دا قلم کتاب دې بايد نه سوزي

مونږ وايو  سندره  او رباب دې بايد نه سوزي

دا يو تصور د انقلاب دې   بايد نه سوزي

ماته غوږ شه دې خاورې ګلاب دې بايد نه سوزي

          

نورالبشر نويد

-
بېرته شاته