(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.06.2022حج

[14.Jun.2022 - 08:39]

زه د غریب هیواد راغلی پښتون

رارسېدلی یم په وږي لړمون

هلته په کلي کې نيستي راغلې

زما تر کوره غريبي راغلې

د جنګ ځپلي هيواد غړی يمه

ستا یو دیدن لیونی کړی یمه

ستا په دربار سوال او زارۍ کومه

تا ته سجدې په عاجزۍ کومه

ټول عبادات به مې فضول شي که نه؟ 

خدایه زما حج به قبول شي که نه؟

 

په څو روپو مې خوږه لور خرڅه کړه

ما لنګه غوا په څه دستور خرڅه کړه 

د ټکټ روپۍ مزدور بچي راکړې

نوره خرڅه راته پلانکي راکړې

دوه ځوان بچي مې په دوبۍ کې کار کړي

درې نور لا اوس هم کراچۍ کې کار کړي

ما پېغله لور شتمن بوډا ته ورکړه

بله لورکۍ مې زوړ ملا ته ورکړه

زما لقب به د عبدول شي که نه؟

خدایه زما حج به قبول شي که نه؟

 

خدایه! ما څومره ډېر لمونځونه کړي

ستا پاکه لار کې جهادونه کړي

په حساب دوه امریکایان وژلي

تر سلو ډېر مې افغانان وژلي

ما په لسګونو سړکونه وران کړل

ما پر ماینونو مکتبونه وران کړل

ما په دار وځړول ډېر انجينران

ذبح مې کړل یو څو اجیر مزدوران

د جنت غږ به رانزول شي که نه؟ 

خدایه زما حج به قبول شي که نه؟

 

ما تل د شرعې په سر جنګ کړی دی

د علم ضد وم ما دا ننګ کړی دی

ما د سیکولر خلاف پاڅون کړی دی

ما تل د بل چا په لمسون کړی دی

ما د قلم پر ځای ټوپک خپل کړی

زه مسلمان یم ما کوتک خپل کړی

زه تر هیواد دا ستا دین غوره ګڼم

تر خپل پښتون عرب بهتره ګڼم

دغه نیکي به مې دخول شي که نه؟ 

خدایه زما حج به قبول شي که نه؟

 

ستا د در سپی یم زما دعا واخله

په دې حرم کې مې ریا واخله 

د ثواب تله کې ګنا اچوم 

د شرم توک غاړې ته بیا اچوم 

نن قرباني د خپل وجدان درکوم

د اوښ پر ځای غیرت د ځان درکوم

د وینو تږې خدایه عذرونه واخله

دا ځل که لاړم نور قتلونه واخله

د "پکتين" به عقل تکامل شي که نه ؟ 

خدایه زما حج به قبول شي که نه؟

Jun 13,2022

(پکتین)

-
بېرته شاته