(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.05.2022هلته هم زه مرم

[06.May.2022 - 16:26]

په خپل وطن کې جنګ را په سر دی

هلته  هم زه مرم   دلته  هم  زه  مرم

پردی  غوبل دی،  پردی اشر دی

هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم

 

کوڅه کوڅه مې د زړه په وینو

روزانه    لامبي  زه  ورته   ګورم

ما  په  ما وژني،  کافر  هنر  دی

هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم

 

زما ګریوان یې ریښې ریښې که

زما وجود یې اندام اندام که

پردی ټوپک دی پردی سنګر دی

هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم

 

یو شان وجود دی یو شان پښتون دی

که کابلی دی که پیښوری دی

یو مې زړګی دی بل مې ځیګر دی

هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم

 

اې نړیوالو ! ،  اې امن دوستو! 

د جنګ  پرستو  مټ د  نیو دی

په ما قیامت دی په ما محشر دی

هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم

 

رحمت شاه سایل Rahmat Shah Sayal

 

 

 

-
بېرته شاته