(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.05.2022 پاڅون

[06.May.2022 - 16:23]

پا څون

څو خبرې کوم سپیني

له زړګي مې څاڅي ویني

زړه مې ډک دې له خبرو

تشوم یې جواب  راکه

څه سوالونه مې په زړه دي

لږ حساب یې را پیدا  که

وایه ته که مسلمان یې؟

ولاړ کلک په خپل ایمان یې

په اسلام کې قتل نشته ؟

قتل عام او وژل نشته؟ 

نو ته څنګه مسلمان یې

د شیطان په لار روان یې

بې ګناه انسانان وژني

سپینه خوله ماشومان وژنې

میاندي وژني خویندي وژني

هم زلمي بوډاګان وژني

افغانان دې درپه در کړل

وږي تږي دې نهر کړل

ته وحشي که ته انسان یې

چې قاتل یې هم نادان یې

په غلطه لار روان یې

ځان ته وایې مسلمان یې

امریکا سره کړي سوله

او دشمن ته دافغان یې

 

اوس نو ټول ولس یو خوله شئ

غږ کړۍ پورته یو ناره شئ

دې خونخوار ته سره لمبه شئ

دې حالت نه د وتلو 

ته ملي پاڅون په کار دی

یو ملي تړون په کار دی

لا تر څو به وژل کېږۍ

خپلو وینو کې لمبېږۍ

په غندلو په رټلو 

باندې نه کیږي هوښیار شئ

لږ له خوبه رابیدار شئ

ددې حال بدلون لپاره 

ملا تړلو ته تیار شئ

چې ددې وطن دشمن وي

مخالف ددې غدار شئ

 

له حکومت نه پوره نه شوه

دوئ سهمونو کې اخته دي

دوئ په دغه  معامله کې

له کلونو امو خته دي 

بیا حکومت شو لو دوه سرې

نه منم پکې منم شو

د زور واکو جنګسالارو 

مشر هم مار شال دوستم شو

قانون هره ورځ ماتیږي 

د زور واکو زور چلیږي

خوار عوام پکې زوریږي

 

نور د خپل امن لپاره

په شریکه یو لښکر شئ

یو قوت لکه د غر شئ

په یووالي اتفاق ټول

په دشمن ور برابر شئ

ځان کړۍ خلاص له تورتمونو

او رڼا لکه د لمر شئ

بس نو هله به ترې خلاص شئ

چې یو سر شئ یو رهبر شئ

یو اعلان د قیام وکړئ 

یو ناره په لر و بر شئ

.......

 بصیر بیدار ستوری Basir Baidar Stori

-
بېرته شاته