(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.05.2022غزلې

[06.May.2022 - 14:14]

غـــزل 

شـاتـه مـو د لـمـر؛ د رڼـا سـیـوری لـټـوه

مـوږه لـېـونـو د هــوا سـیـوری لـټـوه

 

دومره وې شکمن د مجازي وجود په شتون مې

زه درتـه ولاړ ومــه تـا ســـیــوری لـټـوه

 

پـل یې د تقـلید پـر پلونو ورک شـو حقیقت پسې

دلـتـه مـقـتـدي د مـــلا سـیـوری لــټــوه

 

دلـتـه عـقـېـدې پـه مـجـهـولاتـو پـسـې ورکـې وې

دلـتـه بـه ښـکـاري د عـنـقـا سـیـوری لـټـوه

 

شـک راتـه پـیـدا شـو چـې زه ومــه او کـه نـه ومـه

ســتـرګــو مـې بــاوره ! زمــا ســیـوری لــټـوه

عبدالوهاب باور Abdulwahab Bawar

-----------

 

 غـزل

 

وایـه! د نـظـر خـاونده غـل ښه که سوالګر ښه دی؟

 سورکافرمفتي ښه دی که وچ کلک کیسه بُرښه دی؟

 

خدای ته مرتبې که سړیتوب؛ تر ټولو غوره دی؟

سپین عامي انسان؛ که د بزرګ په نامه خرښه دی؟

 

دلته چې کافره د معصوم د خولې سندره ده

بیا په کوم دلیل د منافق د خولې منتر ښه دی؟

 

ټولې د خدای تیږې دي او ذکر به د خدای کوي

حجرد اسـوَد ښه دی که دنګ زماسپین غر ښه دی؟

 

چا چې خپل جنت تـه ککرۍ د بل قربانه کـړه

هـغـه مبارک ښه دی که دا یاغي باور ښه دی؟

عبدالوهاب باور Abdulwahab Bawar

 

--------

بس ښـه پـه نره ګونګی شه!

ای د زړه سره! ګونګی شه!

 

د حق نعره کې تاوان دی!

مه کړه خبره ګونګی شه

 

دلته خو هر چا د مرګ له وېرې!

اغوستې زغـره؛ ګونګی شه!

 

بې اعتکافه هم مه غږېږه!

باطل ته سپره! ګونګی شه

 

په غوږو کوڼ شه ګناه مه کوه!

مـاوره سندره ؛ ګونګی شه!

 

که څو وې وږی فریاد مه کوه

واوره! نهره! ګـونـګـی شـه

 

ما ته دي واړه یاران غوسه کې

وایـي بـاوره! ګونګی شـه!

عبدالوهاب باور Abdulwahab Bawar

---------

 

غـزل

 

زړونو کې مو مینه ماتـه شوېده

سـر کې امېدونـه زنـدۍ شوي دي

 

دلته علمیت لکه د بـرق پـایـه

دلـتـه څـراغـونـه زندۍ شوي دي

 

دلـتـه ارادې د لوړ الـوت  مړې دي

دلـته توپـانـونـه زندۍ شوي دي

 

دلـتـه الهـامـونـه په سینو کې وچ

دلته پیغامونه زندۍ شوي دي

 

زړه کې د مټیزې زنـده ګۍ وېـرې!

ښکلي کلامـونـه زنـدۍ شـوي دي

 

خـوره او څښـه بـاوره! بس مزې کوه

ژونـد تـه ارزښتونه زندۍ شوي دي

عبدالوهاب باور Abdulwahab Bawar

 

————

 غــزل

 

شراب یې و نه څَکل هوښ یې په پیاله پاتې شو

لـه معنوي  مینې محـروم؛ تشه ماده پاتې شو

 

دا څښل خوړل ساه اخیستل دي د منزل وسایل

چې دې کې  پاتې شو کمعقل او لوده پاتې شو

 

خدای ته  د تـلـو پر نوې لاره به یې غـور کوۀ

بېګاه ساقي سـره ملا پـه میکده پاتې شـــو

 

شېخ په لمانځه وچې پرې خیال دسپینې حورې راغی

ایمان ترې والوته تش سر تشه سجده پاتې شو

 

لـشې بـاڼـه یې ددرزا سره شریک رپـول

بـاور خـو ځکه پخپل زړه اره اره پاتې شو

عبدالوهاب باور Abdulwahab Bawar

 

-------------

 

 

نظم

تش پـه سـجـدو سـرونـه مـه پـړسـوئ

راځئ چـې زړونـه پـه ایمـان جـوړ کـړو

نـور بـرخـلـیـک ته پـلـتـۍ نـه وهـــو

لـسـتوڼي بـډوهـئ چـې ځان جـوړ کـړو

 

د دعــــا لــپــې مـــو بـډۍ و نـیـوې

خــدای بـې تـدبیـره تـقـدیـر نـه بـدلـوي

ژونـد وایـي کـاڼو نـه لالــونـه جـوړ کـړه

ژونـد د چـا بـرخـې پـه ویـر نـه بـدلـوي

 

د دم او چــوف لـه فـلـسـفـې را وځئ

د تـعـویـذونـو لـه حـلـقـې را وځئ

پـه خـوشـایـانـو کـې ځان مـه تـاووئ

لـه کــرغـېړنـې عـقـېـدې راوځئ

 

چـې زیـارتـونـو تـه جـنـډې جـوړوئ

له هغې رخـت خوار ته جامې جوړې کړئ

هـم پـرې دنـیـا او هـم عقبا وګورئ

زړونـو نـه داسـې آینې  جوړې کـړئ

 

پـه مـلایـانـو پـېري مـه وبـاسـئ

د خـوارو پـونـدو نـه اغـزي وبـاسئ

پـاس پـه غولنه سـتـرګه ستن څه پکار؟

ریـښې د جـهـل لـه زړګي وبـاسئ

عبدالوهاب باور Abdulwahab Bawar

 

--------

غـزل 

قام بې پېغمبره غوندې پاتې و

فکر بې وزره غوندې پاتې و

 

خیال یې اسمانونو ته ختلی و

جسم یې بې سره غوندې پاتې و

 

جـهـل و تروړلی د رڼـا شـعـور

سـیوری مې بې لمره غوندې پاتې و

 

عقل که وای بند به په جادو نـه وو

هوښ به بې منتره غوندې پاتې و

 

قام تـه مـې دښمن نه بچی ډېر بد و

ځکه بې بـاوره غـونـدې پـاتې و

عبدالوهاب باور Abdulwahab Bawar

 

اختریزه غـزل

 

بېرته شاته