(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.05.2022 سوې پاڼې

[06.May.2022 - 09:22]

 

سوې پاڼې

هر خوا پرتې دي د ګلونو  سوځېدلې  پاڼې

د  ژوندانه  د  کتابونو   سوځېدلې   پاڼې

 

زه په سپرلو کې جنازې د شنو توتيانو کوم

زما  په  لاس  د  ارماونو سوځېدلې پاڼې

 

هلته په وينو باندې سره څو مات بنګړي پراته دي

دلته ايرې د چنارونو سوځېدلې پاڼې

 

پرون ېې بيا زمونږ په کلي راکيټ وورول

ما   ژړوي د جوماتونو سوځېدلې پاڼې

 

زمونږ د ښار په مکتبونو ېې هم اور پورې کړ

دي په هر لور  د قرانونو سوځېدلې پاڼې

 

خوني دېوان  مو ورانوي د منزلونو نښې

ايره ايره دي په اورونو سوځېدلې پاڼې

 

نصرت خپل زړه سره نيولي په سلګو ژړېږي

د ګران وطن د تاريخونو سوځېدلې پاڼې

6/5/2020     پېښور

 

وطنه

تورو شپو راته ملا ماته کړه وطنه

ستا  غمو  راته ملا ماته کړه وطنه

 

لېونی لېونې  ګرځم  په میرو کې

جنګ جګړو راته ملا ماته کړه وطنه

 

رقيبان مې لمبوي د زړه په وينو

نفرتو  راته  ملا  ماته کړه وطنه

 

د ژوندون هره اسره مې خاورې کېږي

توپانو راته ملا ماته کړه وطنه

 

هم مې خپل په بې رحمۍ په غشو ولي

هم پردو راته ملا ماته کړه وطنه

 

لو مې ګډ دی د ځوانانو په سرونو

وحشتو راته ملا ماته کړه وطنه

 

لا ترڅو به مسافر د بل ديار يم

مزدورو راته ملا ماته کړه وطنه

 

غليمانو کړم جدا دا ستا له غېږي

حسرتو راته ملا ماته کړه وطنه

 

د ژوندون ناوې مې سوځي په اورونو

سرو لمبو راته ملا ماته کړه وطنه

 

چا په سرو وينو لت پت کړې نه پوهېږم

ستا سلګو راته ملا ماته کړه وطنه

 

نصرت وايي ختموي دې پرتمونه 

غلچکو راته ملا ماته کړه وطنه

 

غزل

 

لاره د ژوند مې توپانونو په سر واخيستله

هره شېبه مې بيا غمونو په سر واخيستله

 

د حسرت اوښکې پر ريښې ريښې ګرېوان څڅېږي

دزړه دنيا مې پرهرونو په سر واخيستله

 

دا ستړې ستړې زندګي څومره ترخه تېرېږي

لحظه لحظه ېې خزانونو په سر واخيستله

 

صياده مه وژنه زمونږ د چم ښايسته کوترې 

د ښار فضا مو ماتمونو په سر واخيستله

 

نورې دې ځي په خپله مخه دا پردۍ لښکرې

هره کوڅه نوره مرګونو په سر واخيستله

 

څو به سوځېږي په لمبو دا سوځېدلې خاوره

تپه تپه راته جنګونو په سر واخيستله

 

د زړه احساس مې په سلګو سر په کفن کې ايښی

د خيال دنيا مې سرو اورونو په سر واخيستله

 

نصرته چا درته نن بيا قلم په وينو سور کړ

چې هره خوا دې غزلونو په سر واخيستله

 

ورکه لار

 

لکه شرر د سرو اورونو زړه کې سا اخلمه

د تورو تورو ماښامونو زړه کې سا اخلمه

 

زه د خپل کلي د سپوږمۍ په وينو ولمبېدم

زه مات منګی د ګودرونو زړه کې سا اخلمه

 

لکه تت ستوری د  ښکلا اسمان کې نه ځلېږم

سلګۍ سلګۍ يم د وختونو زړه کې سا اخلمه

 

لکه پتنګ ایره ايره شوم د وصال په تمه

د سوځېدلو ارمانونو زړه کې سا اخلمه

 

زه رقيبانو کړم په دار د خپل وطن په مينه

زه د شهيدو تاريخونو زړه کې سا اخلمه

 

ستا  دديدن باران که ونه شي نو خاورې به شم

د للمې ګل د بيابانونو زړه کې سا اخلمه

 

زخمي وږمه يم د جنګونو په لمبو سوې پم

د اوښکو اوښکو بهارونو زړه کې سا اخلمه

 

زه د خوشال له زخمي زړه نه راوتلې کړپکه

د خړ خيبر د تورو غرونو زړه کې سا اخلمه

 

زخمي احساس يمه نصرته نيمه خوا پاتې يم

ستا د نيمګړو غزلونو زړه کې سا اخلمه

 

 Amanullah Nasrat امان الله نصرت

۶/۵/۲۰۱۹ پېښور

-
بېرته شاته