(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.05.2022 لېونۍ مینه

[06.May.2022 - 09:18]

لېونۍ مينې کـــړم اشنا د بيابانه ســـره
پرېږدئ چې ګــرځم لېــونی په غــرونو

 

اوس راته غرونه ګړنګونه
ښکاري د مينـــــې مهالونه
د غره په سر کيږډۍ وهمه د جانانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېــــــــونی په غــرونو

 

د چا د شوخ نظر لپاره
په غرونو ګرځم ناکراره
ماته دې غوره ببر سر څيرې ګرېوانه سره
پرېږدئ چې ګــــــــــــــرځم لېونی په غرونو

 

د لېـــــــــــــونۍ مينې د لاسه
 ناست يم د غم د غره دپاسه
د تصور په ټال زنګېږم د خپل ځانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېـــــــــونی په غرونو

 

مينه کې دومــــــره بې پروا يم
چې اوس خوشاله په سارا يم
د مينې شور مې لګېـــدلی د اسمانه سره
پرېږدئ چې ګـــــــــــرځم لېونی په غرونو

 

(سېلابه ) زړه راته ژړيـــــږي 
وړې سلګۍ مې نه ودريږې
اخر به لاړ شــــــم له دنیا نه د ارمانه سره
پرېږدئ چې ګــــــــــرځم لېــونی په غرونو

 

امان الله سېلاب ساپی

Amanullah Sylab Sapi (Sapai)

-
بېرته شاته