(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.05.2022پام کوه ماشې ته

[06.May.2022 - 09:11]

ښكاري ته

اى ښكاري اشنا! درته سلام كوم

پرېږده چې دا سپينې مرغۍ والوزي

لاړې شي جوړې جوړې گلونه شي

ښكلي شي ښايسته شي امېلونه شي

واخلي په وزرونو كې تنكي بچي

وموښي سينو كې گلالي بچي

سپينې سرې مښوكې زركني بچي

پام كوه!

پام كوه ماشې ته گوتې مه ور وړه!

اى ښكاري اشنا درته سلام كوم

پرېږده چې دا شنو جلگو كې وځغلي

پېغلې د هوسيو د دامان په لور

واړوي پيكي د شنه اسمان په لور

وخاندي راتاوې شي مستي وكړي

ورغړي نخرې وكړي خوښي وكړي

پام كوه!

پام كوه ماشې ته گوتې مه ور وړه!

اى ښكاري اشنا درته سلام كوم

پرېږده د غونچو په لمن پريوځي

زموږ دكلي باغ كې د سپرلي بلبل

زموږ د خمارونو شرابي بلبل

پرېږده چې په سرو مښوكو وبولي

زموږ د بام د پاسه د سپرلو سرود

بڼ ته د غوټيو د ښكالو سرود

ځمكې ته د ورېځو بارانو سرود

پام كوه!

پام كوه ماشې ته گوتې مه ور وړه!

اى ښكاري اشنا! درته سلام كوم

گوره دا بې ژبې مرغان مه وله

نه يې چې كوم ووړ بچى بې موره شي

ته هم گوره پلار يې او بچى لرې

پېغله لور ښايسته زوى گلالى لرې

درد لرې، ارزو لرې، زړگى لرې

نو!

اى ښكاري اشنا! درته سلام كوم

پام كوه ماشې ته گوتې مه ور وړه

(اسحق ننګیال)

-
بېرته شاته