(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.05.2022ګډې وډې

[06.May.2022 - 09:03]

راشه راشه، ساقى راشـه، درې درې ملا درې

پـه ما باندې بدې لګى، ستا پخې پخې خبرې

 

غـټه پګه دې شه خاورې، عجېبـه  ته ځناور ئې

تـه د مينې بې خبره، ته د حسن  نه منکر ئې

 

دامحفـل دی د رندانـو،  اخوا اخوا  لـرې لـرې

دشرابـو دڅکو ندي، ستا  ترخې شونډې ببرې

 

ورشه دغلته خیرات دی،تاله ئې ټول اېښی لرې

دګنجي په شان خورې که،پـه مرداره دې وزرې

 

ساقي سترګوکې مسکۍ شوه بيادخيال کېښوې وزرې

په تول مسته مسته راغله سرې پاپۍ ئې د کوترې

 

ستا اووه  واړه  جنته  ددې  يـو د نـاز بـڅـرې

ستاڅـلويـښت زره کتابه  ددې دوه د ناز خبرې

 

ستا وعدې اوږدې دحورو، دلته سرې شونډې شکرې

تـالـه قرض ژوندون درکړم، دا راکئ پرې مرغلرې

 

ماشوم نه ېم چې جنت پريږدم ستا د سور دوزخ د يرې

جانانه میخانه درکړم، واخلـم ستا کندې کپرې

 

مـلا! تا څکلي ندى، نرۍ سرې شونډې کافرې

ستاپه غېږ کښې ناستې ندي د کالو ډکې کوترې

 

د جومات په چارچوبۍ کښې، يادوې پردۍ تورسرې

ډک  ګلزار  کښې  ته ولاړ  پـه  ډيران لکه د خر ئې

 

وږې ستـرګې، وږى خېـټـه  بدقسمته بد نصېبـه

خېشت او مینې ته شمکوره او په زړه په روح غريبه

 

راشه راشـه لېونى له، جام اوچت  کړه مـسلمان شه

د رندانو په  مذهـب  شـه جنـتـي په دې جهـان شه

 

، شاعر: فلسفي غني خان Ghani Khan

لټون/ سرلیک : ګډې وډې مخ  804

-
بېرته شاته