(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.05.2022 دا ستا در

[06.May.2022 - 08:53]

د رحمان بابا ديوان

مخ ۱۲۶

.

د ستا درد به په هزار درمان ورنکړم

دانسته به دغه سود په زیان ورنکړم

.

که څوک راکاندي دنیا او عقبا دواړه

عاشقي به دې په این او آن ورنکړم

.

که مې لاس چېرې د ستا په بوسه بر شي

دا نعمت به د جنت په خوان ورنکړم

.

څو مې تیغ په پلو نه دی لګېدلی

ستا پلو به و رقيب اسان ورنکړم

.

که یو ځله مې ستا زلفې په لاس کښېوځي

یو ویښته به دې په درست جهان ورنکړم

.

څو ونهٔ وینم ستا سترګې که یې خدای کا

عزراییل لره به هومره ځان ورنکړم

.

معشوقې د عاشقانو دین ایمان دي

زه به چا لره خپل دین ایمان ورنکړم

.

ستا تر زلفو پورې نورې زلفې څه دي؟

په خاشاک به د چمن ريحان ورنکړم

.

په رحمان د ستا د لبو می حرام دي

څو د خپلو وینو جام تاوان ورنکړم

.

.

درمان = درملنه، علاج

دانسته = په لوی لاس، قصداً

سود = ګټه، فايده

زیان = تاوان، نقصان

راکاندي = راکوي

عقبا = هغه بله دنيا، آخرت، ابدي دنيا

این او آن = دغه او هغه

لاس بر = پر یو شي باندې ځواک (زور) لرل

بوسه = مچه، چومه، ښکل، چومۍ

خوان = مجمه، پتنوس، څپوڼی، کندوری

تیغ = توره

پلو = خوا ته، طرف، لوری، څنګ، اړخ، ډډه 

راکښېوتل = کوزېدل، راکښته کېدل

درست جهان = ټول جهان

ريحان = بوبری، ببری، کشمالی

می = شراب، بوږ

-----------------------

 

ښاغلی پیر محمد کاروان

د ښاپېرۍ ورغوی، مخ ۱۳۵

.

کلي ته به درشمه او پاس به غره ته وخېژو

څنګ تر څنګ به ګرځو، لاس په لاس به غره ته وخېژو

.

شنې درې که ډېرې هم له سپینو اوبو ډکې دي

ځو به په کښې، ځو به په سره آس، به غره ته وخېژو

.

دوه په دوه به ورک، په تور ځنګل کښې شوو، په سپینه ورځ

شپه شوه لکه ستوري د الماس به غره ته وخېژو

.

ژوند د یوې ګرځندې او مستې میکدې نوم دی

ځه سره له خوم او له ګیلاس به غره ته وخېژو

.

ځه چې ځو د مینې د ګلونو له کاروان سره

پاک له اندېښنو او له وسواس به غره ته وخېژو

.

 

(غوړچان : ډاکتر ممتاز خان)

-
بېرته شاته