(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.05.2022زه او ملا

[04.May.2022 - 12:41]

ﺯه او ملا

 

ما او ملا زړونه دي بايللي په يوې نجلۍ

دوه بابه ويلى دى سبق د خلاصې نجلۍ

زه كړمه زارۍ او ملا كوډې په همدې نجلۍ

زه وايم زما او ملا وايي زما مينه ده

مونږ دواړه سپين سترګي يو خبره مو هم سپينه ده

 

***

ما ورته ويل قسم په تا خو خبر كلى كړم

ستا د مكر وعظ به د همېش لپاره غلى كړم

ږيره به دې كله سپين دستار به دې ناولى كړم

غږ به كړم ملا مو ايمان نه لري بې دينه ده

مونږ دواړه سپين سترګي يو خبره مو هم سپينه ده

 

***

وايي ملا خير كه ټول جهان راپورې وخاندي

مينه كې څه غم كه زوړ او ځوان راپورې وخاندي

پرېږده په جومات كې مقتديان راپورې وخاندي

وژني مې كه څوك ما وربښلې خپله وينه ده

مونږ دواړه سپين سترګي يو خبره مو هم سپينه ده

 

***

ما ورته ويل دا ما ته پرېږده ښكلې ډېرې دي

ډېرې په سبق او په تعويذ درنه چاپيرې دي

لږ يې درپه ياد كړه د جنت حورې دې هېرې دي

وايي د جنت تر حورو ښكلې نازنينه ده

مونږ دواړه سپين سترګي يو خبره مو هم سپينه ده

 

***

پوه وئ چې آخر به د ملا كور ورخراب كړمه

سرې به يې په وينو سپينې پاڼې د كتاب كړمه

دومره په غوسه يم چې لحد به يې محراب كړمه

زور مې پرې رسېږي ښه ساده يې راته مړينه ده

مونږ دواړه سپين سترګي يو خبره مو هم سپينه ده

 

عبدالستار سعادت 

 

Abdul Satar Saadat

-
بېرته شاته