(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.05.2022 سترګې

[04.May.2022 - 12:40]

سترګې دمینو دې ړندې نه شي

مینې ستا ډېوې دې چرې مړې نه شي

 

ېو وارې مې ستا په لور کتلي دي

دا سترګې دې بل طرف کږې نه شي

 

اور د محبت دې تل تازه اوسي

دغه سرې سکروټې دې اېرې نه شي

 

سترګې مې،چې ستا کله لیدلې دي

سترګې په بل چا به مې خوږې نه شي

شاعر:

-
بېرته شاته