(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.05.2022حاجي

[04.May.2022 - 11:40]

 

کار کوم , ارام کوم, نشه کوم حاجي

عمر وشو, دغه تماشه کوم حاجي

 

یو شان یو خو ته یې عام ولس سره کوې

زه فقط د ځان سره دهوکه کوم حاجي

 

نه د حج توفیق نشته, خو بیا هم شوه سیالي

قرض راکړه قربان دې شم, عمره کوم حاجي

 

زه هغه ممتاز یم چې مئین یم په ماښام

وایه کنه! څنګه به توبه کوم حاجي

 

ممتاز اورکزے

-
بېرته شاته