(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.05.2022منظور جانان

[04.May.2022 - 10:55]

منظور جانان زما

ـــــــــــــــــــــ

"عطايي ملا د منظور پښتون سره د جنون تر حده مينه لري هم دا سوب دى چي منظور جانان يې نوموي هم يې يادوي د حق ،صداقت، او رښتوني مبارزې پيکر ورته ښکاري چي دا ځوريدلى قام به خپلواکۍ او سيالۍ ته رسوي ـــ

د منظور پښتون سره د بابک د عشق جنون څه دى هغه په دې لنډ نظم کي تاسو احساسولى سى"

 

جان ! منظورجانان زما  !

مينه زما ! ، حسن زما،خان زما !

دا د "پونده ملا" ښايسته طالب

دا مو د " حاجي فقير " صادق کاتب

دا مو د " روښانه پير" رو ښان مريد

دا مو دزمرو دښکار باتور فريد

سترګو کې سبا وينم 

څرک يې د رڼا وينم

قول کې رښتيا وينم

عهد کې وفا وينم

دا حسين حسين ا ومينه مينه ځوان

دا دقام په ننګ کي وينه وينه ځوان

 

دا زموږ دايمان څلى

دا مو دلمانځه امام

دا مو دجهاد امير

دا مو دخانانو خان !

دا مو دپيرانو پير !

ځو ! به د رڼا په لور 

سپين سحر سبا په لور

ځو به، چي پوره کړو دارمان ! ارمان

 

 لراوبر افغان ارمان  

 آزاد انسان ! آزاد ار مان !

ملا وي وتړى ځوانانو

ملا وي وتړى ځوانانو

وخت د ننګ د ى، زغم تمام سو وار د جنګ دى

 

عطايي ملا

-
بېرته شاته