(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.05.2022شاعر بابلو

[04.May.2022 - 10:51]

نن شپه تر ټولو غمجني کرښي لیکلی شم 

۔۔۔۔۔۔

شاعر:بابلو نِرودا

ژباړن:حيات ژوند

 

اسمان ستورو پوښلی،بَلَنده ستوري یو له بله په فاصلو کي لړزېږي

د شپې باد په اسمان کي تاوېږي او سندرې بولي 

نن شپه تر ټولو غمجني کرښي کاږلی شم

زه پرې مین وم، کله کله هغه هم

 

د نن شپې په شان مي، په غېږ کې ونیوله

تر لامحدود اسمان لاندې مي ښکل کړه،بیا مي ښکل کړه

زه پرې مین وم، کله کله هغه هم

د هغې پر برندو سترګو نو د چا مینه نه راتله

 

نن شپه تر ټولو غمجني کرښي لیکلی شم

فکر کوم،هغه نشته راسره، احساسوم چي بایللې مي ده

دا اوږدې شپې له هغې پرته هم لا اوږدې دي

او بیتونه مي روح ته داسي راکوزېږي، لکه څرځای ته

 

څه خبره ده، چي زما مینه یې نه شي ساتلی

شپه له ستورو ډکه او هغه نشته راسره

درسته خبره هم دا، د یوه چا فاصلې په واټنونو کي سندرې بولي

زما روح لا هم ډاډه نه دی، چې بایللې یې ده 

 

دید مي کوښښ کوي، پيدا يې کړي، رانژدې يې کړي

زړه مي يې لټوي؛ خو هغه نشته راسره

هماغه شپه، هماغه وني سپینوي

موږ، هماغه وخت، د پخوا په شان نه یو 

 

تر دې وروسته پرې مین نه یم، ډاډه یم؛ خو څنګه پرې مین وم

زما غږ د باد په لټون و، چي اورېدل يې لمس کړي

اوس، اوس به د بل چا وي، لکه تر دې مخکي چي زما وه

د هغې غږ، ځلانده جسم، لامحدوده سترګي

 

تر دې وروسته پرې مین نه یم، ډاډه یم؛ خو ښايي لا هم پرې مین یم

مینه ډېره لنډه ده، هېرول ډېر اوږده دي

ځکه د نن شپې په شان، په غېږ کي مي ونیوله

زما روح لا هم ډاډه نه دی، چي بایللې یې ده 

 

که څه هم دا به وي وروستی درد، چي ځوروي به مي

او دا به وي وروستۍ کرښي، چي ورته لیکم يې

.........

-
بېرته شاته