(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.05.2022غزل

[04.May.2022 - 10:47]

غزل

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

د درد سره رشته څه ده د بل انسان احساس دى

يو ښکلې تلوسه څه ده د بل انسان احساس دى

 

دا زه چې په روډ اودرېږم د زور خلاف نعرې وهم

ملګرو دا جذبه څه ده د بل انسان احساس دى

 

لفظونه څه دي خيال څه دى اهنګ څه دى او رنګ څه دى

د فن اصلي رتبه څه ده د بل انسان احساس دى

 

مندر څه دى جمات څه دى ګرجه څه ده کعبه څه ده

روژه څه ده سجده څه ده د بل انسان احساس دى

 

دليل څه دى منطق څه دى الها د څه فلسفه څه ده

د عقل معجزه څه ده د بل انسان احساس دى

 

ننګياله که څوک سوال کوي زمونږه احتساب کوي 

زمونږه عقيده څه ده دبل انسان احساس دى

 

ننګيال يوسفزی)

-
بېرته شاته