(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.05.2022د منظور غورځنګ

[04.May.2022 - 10:45]

غزل

۔۔۔۔۔۔۔۔

د حالاتو خونخواري ده، بې وسي ده، زړه سوندان که

ستړې،ستړې زندګي ده، مجبوري ده، زړه سوندان که

 

احمد شاهخپلواک بابا و، تر ډهلي و رسېدلی

زموږ په برخه غلامي ده،سر کوزي ده،زړه سوندان که

 

خوستبمبار سو،تلاشي سو،دلايقګرديز به ړنګ سي

کور په کور يې تلاشي ده، بمباري ده، زړه سوندان که

 

د قصاب چړې په وينو، رنګېدلي د سر تيرو 

د سپين پوښو باچايي ده، غلامي ده، زړه سوندان که

 

د ريال چمک دمک سو، د ډالر سجده سپېڅلې

په کلدارو نوکري ده، بندګي ده، زړه سوندان که

 

د منصور د خيل وګړي،دمنظورغورځنګ ته دانګي

زهير لوبه منصوري ده،سربازي ده،زړه سوندان که

 

(عصمت الله زهیر)

-
بېرته شاته