(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.05.2022غزل

[04.May.2022 - 10:43]

غزل

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

 

غوڅ ترمنځ چي زموږګفتار سي

راز خو راز يم،  لمر بيمار سي

 

ته چي کال خود منقطع کړې”1“

د ازارو جوړ بازار سي

 

هرمفهوم يې سپيره ګړځ سي 

ژوند په سر سره ازار سي

 

شايد وخت د فراق راغلی

ګران په هر عنوان بېزار سي

 

په وصال يې ازار ګډ دی

نه قيام سي نه فرار سي

 

هر درواغ دي عيان وينم

ساه په ساه يې زړه ايسار سي

 

ورځ او لمر راڅخه يوسي

لمر نسبه چي کنار سي

 

ستا نظر چي هم پردی سي

شين په کسي کي مي خار سي

 

پس د ضبط له انتها څه

په ګريه اوښلن غبار سي

 

دا غبار چي پر زړه پريوزي

دود سکروټه د پرهار سي

 

خود موجود به چيري خدای وي

کنه شپه څنګه سهار سي

 

دا دليل روښان دليل دی

غر د غم به مي اوار سي

 

پروفېسر راز

........

1. کال :د ټيليفون کال د انګليسي توری دی 

2.منقطع:غوڅ قطع

...................

 

غزل

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

 د طرب د لمرو رنګ مي پر زړه خام سو

چي نسکور د بنفشې د لبوجام سو

 

ستا د ليڅو په حصار کي څو خوندي وم!

پس لتا زړه مبتلا په خوف او وام سو

 

ديد يې ورځ،فراق يې شپه راباندي کښېږدي

يو سړی باعث د صبح باعث د شام سو 

 

ما ديوان ستا په اصرار چي ګراني خپور کړی

  الفت څومري رسوا راغلی تهمت عام سو

 

 شبه!بيا دي شايد اوښکي د يار راوړې

چي څراغ مي بيا د خوني تت او مړام سو

 

که د ميني پرصليبرازورته هسک سوم 

په وختوکې پورته نور هم بلند بام سو

-
بېرته شاته