(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.05.2022غزل

[04.May.2022 - 10:39]

غزل

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

حقيت راته معلوم شو د هرچا

باور نشته په اشنا په نااشنا

 

چي په سردي سوګند خوري ورځني ډار کړه

يوه ورځ به ستا د سر وکا سودا

 

د هرچا نه چي دي طمع د وفا وي

هم هغه درته ښکاره شي بې وفا

 

يا څو وه دا جهان واړه بې وفا وه

يا د ما په دور يې ډېره شوه جفا

 

آدميت له آدميانو نه خدای واخست

تر دوه پايو نه بهتر وينم چار پا

 

که هندو که مسلمان که بل فريق دی

په هيچا کښي به بيا نه مومې رښتيا

 

نه د دين دچاري شناخت مهر و وفا شته

نه په شرم ننګ څوک اړ دي د د نيا

 

د تقليد رسم عادت ياري خپلوي کا

د هر چا نظر په خپله مدعا

 

همګي واړه ياران د خپل مطلب دي 

بې هوده ناز و منت کاندي په تا

 

مخامخ دي په ثنا په صفت سر شي

سل بلا درباندي وايي پسې شا

 

دد او دام تر دې سړيو نه بهتر دي”1“

ای خوشحاله ځه له ښهره په صحرا

 

خوشحال بابا

 

  1. دد:هغه وحشي ځناور چي د نورو ځناورو په غوښو ګذران کوي لکه زمری او پړانګ

 

-
بېرته شاته