(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.05.2022باچاخان ته

[02.May.2022 - 12:51]

باچا خان ته د عقیدت پېرزونې 

 

شاعر: امام منظر

 

د خاورې د سپرلې د ګل ارمان دی باچا خان

زما د لیوني پښتون خو ځان دی باچا خان

 

دنیا ده څوک به څنګه څوک به څنګه ورته ګوري

په مونږ خو لکه ستوری د اسمان دی باچا خان

 

نن هم چی نوم یې واخلم دا زندان خولې خولې شي

تر اوسه لا د سپینو ویښتو ځوان دی باچا خان

 

په سور سالو کې راشه هشتنغر ته په ډولۍ کې

سپین غره ستا د ناوې خو پيزوان دی باچا خان

 

دې باد کې چرته اورم نری شړنګ د زولنو دی

راځي جوړې تورخم کې راروان دی باچا خان

 

چی کینی نو جرګه شی لر او بر په پښتونخوا کې

چې اودریږی تحریک شی یو کاروان دی باچا خان

Imam Manzar

-
بېرته شاته