(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.05.2022 روانېږو، روانېږو

[02.May.2022 - 12:45]

د لويو لويو قدرتونو ربه

يو تمنا ده اورېدی شې که نه ؟ 

ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی

د چا د زړه لوګی ليدی شې که نه ؟

 

ستا د سېليو طوفانونو په مخ

يو اسوېلی دی درلېږل يې غواړم

ستا د څپو څپو سيندونو په نوم

لېمه راډک شول څڅول يې غواړم

هسې نه چُڼ د خولې وېستل کُفر شي

هسې نه تاتم ژړېدل کُفر شي

ستا د جنت د نعمتونو نه ځار

زه درته وږی په جهان ژاړم

ستا د دوزخ له لړمانو توبه

زه درته دا لړمان ژاړم

دلته د ګېډې دوزخ تش ګرځوؤ

هلته شو ستا د دوزخونو خشاک

دلته د دغو قصابانو خوراک

هلته د هغو ښامارانو خوراک

نه مو ځان تور کړو او نه سپين پاتې شو

نه د دُنيا شو نه د دين پاتې شو

ستا د سنګينو فېصلو نه قُربان

ولې حېران يم کوم قانون ومنم؟

ته خو دې خپل قارون په زمکه منډې

زه دې په سر باندې قارون ومنم؟

ستا په رضا زما رضا ده ربه

کاڼی هم نس پورې تړلی شمه

خو چې ښامار په خزانو ووينم

آخر انسان يم څنګه غلی شمه؟

راډک شو زړه ايسارولی نشم

خُله ماته ښه ده خو ګنډلی نشم

ستا د جنت په تمه تمه چې مري

د هغه وږؤ په سلګو مې قسم

په دې دوزخ کې يې نور نشم ليدی

ستا د رضوان په منارو مې قسم

يا خو د زمکې په دې ارته سينه

ما ته خپل ژوند زما جنت راکړه

يا د نهر دوزخي مرګ نه مخکې

د يوې چيغې اجازت راکړه

چې دا ستا وږي ستا په خوان ماړه کړم

يا په خپل ځان باندې کارغان ماړه کړم

(د پښتو د ادب پلار اجمل خټک)

Ajmal  Khatak

.................

ستا د خان کاکا په کور کې زر انبار وي

او زما بچي دې خاورې څټي خوار وي

ستا بانکونه خو ورځ په ورځ پړسیږي
او زما وینه دې درنګ په درنګ وچیږي

خواري زه کوم ځان زه وژنم سود ستا شي
تاوان زه وکړمه او ګټه تاله راشي
وازدې ویلې په پټو کې مې زما شي
تریېه جوړه ستا بنګلو کې ستا رڼا شي

ته زما په ګټه عیش کوې ژوندی یې
زه داستا قرضو کې غرق ورشم خپل کورته
ته زما حق د پردۍ ډمې انعام کړې
زه مړۍ ورکوی نه شم خپلې مور ته

ته که هیڅ نه کوې بیا هم ته آقا یې
زه که تا جوړوم بیا دې هم یو غل یم
ته زما خونه کې هم زما مَلک یې
زه خپل کور کې هم ستاسترګوکې درغل یم

ته که تکې تورې وایې هم تک سپین یې
زه که سپینې ، سپینې وایم ګنهګار شم
ته که ټول ناحق ، ناحق کوې آقا یې
زه که حق چیرې ووایم په دار شم
دا منم چې ته زور لرې زردار یې
د سرونو سوداګر یې لوی سردار یې
دا منم چې نن ستا د زور خاني ده
دا منم هر څه ستا دي ما به خوار کړې

دا منم فتوې لرې ما به کافر کړې
دا منم وس لرې ما به په دار کړې
ولې ای د اقتدار په نشه مسته
ولې ای د تکبر په نیلي سوره
دا منم چې له تا نه به ځان ورک وي
خو ما وپېژنه ما ته هم وګوره
دا ستا زر څه دی بچی مې د محنت دی
دا ستا زور څه دی زما د مټو برکت دی

ستا نشه څه دی زما د وینو رنګ دی
ستا غرور څه دی زما د خولې رنګ دی
او دا ته څه یې زما له لاسو جوړ یې
دا زه وږی یم ته ځکه دومره موړ یې
ما د سر نه ودنګل نو وطن جوړ شو
ما خواري وکړه نو هله چمن جوړ شو
ما اغیار ورک کړلو نو هله ته دلدار شوې
ما سر، سر کړلو نو هله ته سردار شوې

ما مکان جوړ کړلو نو هله ته مکین شوې
ما تخت جوړ کړلو نو هله تخت نشین شوې
په دې پوه شه چې دا زه یم ځکه ته یې
که زه نه یم نو ته څوک یې چې به شته یې
ته وایې هرڅه او د هرچا دې زما شي
که زما نه وي نو هرڅه دې تباه شي

بس دا ستا لاره جدا زما جدا ده
فیصله ده پټه نه ده برملا ده
ټول خواران په یوه چیغه پارومه
شاعران او ادیبان رالړزومه
د بوډا بابا ارمان پوره کومه
بس دی ټول ولس افغان راخبرومه
د خپل حق او د مرام په نوم یو کېږو 
هرچې کېږي روانېږو... ، روانېږو....

-
بېرته شاته