(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.05.2022ستوري ته

[02.May.2022 - 12:44]

 

کبیر ستوري ته

یوستوری وو کبیر، چې له مداره ځنې ووت

دژوند ددې نېمګړي شان بازاره ځنې ووت

 

خواخوږی، مهربانه او مین په پښتو ژبې

په اړو، کښې زمونږ اړو، له کاره ځنې ووت


مرګي یې په بې رحمۍ سره چمن ته مخه کړې

کــبـیـر مو لکه ګل، چې د ګلزاره ځنې ووت

 

خفه په پښتنو ېم، چې د سرخلک یې سر خوري

کوم ستوری، چې زمونږ د شب و تاره ځنې ووت

 

کبیر داسې پښتون وو، مور راوړی، چې "سرتېره"

د نرخ ځنې ونه ووت، خو د ښاره ځینې ووت

"عبدالوهاب سرتېر"

 

Abdul Wahab Sarter

-
بېرته شاته