(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.05.2022د غوایي کیسه

[02.May.2022 - 12:37]

یوه ورځ غویی جلا سو له ګورمه

په ځنګله ننوتلی وو بېغمه

 

تاندي لښتي وې ولاړي شنه واښه وه

نعمتونه وه پرېمانه هر څه ښه وه

 

هری خواته یې شنېلۍ وې ښکارېدلې

دلته هلته به هوسۍ وې څرېدلې

 

پرېمانۍ ته غویی تللی په حیرت وو

په نصیب یې ورغلی شین جنت وو

 

نه په غم کي د ګورم نه د ګوروان وو

نه په یوې نه غوبل کي سرګردان وو

 

پرېماني د نعمتونو د ځنګله وه

چي هر څومره یې خوړلای سوای د ده وه

 

څرېدی به له سهاره تر ماښامه

برابر پر نعمتونو سو ناپامه

 

نور یې هیري کړې نارې د ګوروانانو

د غوجل او د ګورم د څښتنانو

 

کله کله به لا سر سو په رمباړو

ږغ به خپور  سو د ځنګله تر ټولو غاړو

 

د ځنګله پاچا ته نوې دا ناره وه

پر رګونو یې له ویري زلزله وه

 

له هغه چي وو له موره زېږېدلی

داسي بد ږغ یې هیڅ نه وو اورېدلی

 

چي به پورته د غوايی سولې رمباړي

د زمري به سوې په خوله کي وچي ناړي

 

نه په ښکار سوای د هوسیانو خوځېدلای

نه له ویري سوای له غاره راوتلای

 

د غوايی چي به یې ږغ وو اورېدلی

څو ساعته به په غار کي پټ وو غلی

 

په دې چرت کي وو چي دا به څه بلا وي

زورور به په ځنګله کي تر هر چا وي

 

چي آواز یې داسي ډک دی له هیبته

څوک به څرنګه ځان ژغوري له شامته

 

یو ګیدړ چي تر دا نورو ډېر هوښیار وو

د زمري د مشکلاتو سلاکار وو

 

د زمري په اندېښنې وو پوهېدلی

پټ یې څنګ ته ورنیژدې سو غلی غلی

 

له زمري پاچا یې وکړله غوښتنه

زما د سر امان دي وي لویه واکمنه

 

دا بلا دي نن دربار ته راولمه

په دوستي یې د ټولواک رضاکومه

 

د پاچا تر اجازې وروسته وو تللی

د غوايي څنګ ته یې ځان وو رسولی

 

ویل زه مي خپل پاچا یم را لېږلی

معلومیږي د بخت ستوری دي ختلی

 

چي په یاد زموږ د ټولواک زموږ د پاچا یې

په عزت یې مېلمه کړی په ریشتیا یې

 

ځه چي دواړه د پاچا کورته روان سو

زه او ته به هم په لاره کي یاران سو

 

چي زمري د غوايي ولیدل ښکرونه

لويي زامې، لویه خېټه پنډ ورنونه

 

په مدار مدار یې غاړه تاووله

درې زمري یې له هډونو جوړېدله

 

زنګېدی د زمري لور ته ور روان سو

لوی وجود ته یې زمری پاچا حیران سو

 

د ځنګله پاچا ولاړ په احترام سو

د غوايی خواته ور څېرمه ګام په ګام سو

 

غوايي هم وکړل پاچا ته سلامونه

ښوروله یې لکۍ کاږه ښکرونه

 

چي غویی له حیوانانو را ګوښه سو

په دربار کي د زمري پاچا مېلمه سو

 

ورته رایې وړلي غوښي د ښکارونو

د هوسیو د سویانو د پسونو

 

چي غوايي غوښو ته وکتل حیران سو

پر راتللو د زمري کورته پښېمان سو

 

پنډ اوربوز بدرنګه زامه یې لرله

پر زړو خوړو شخوندونه  یې وهله

 

رډي سترګي یې زمري ته وې نیولي

نښانې یې د خپل مرګ پکښي لیدلي

 

زمري ولیدی مېلمه چي غوښي نه خوري

لکه سوی لکه هوسۍ، دی هم واښه خوري

 

نه په پښو کي یې لرل کاږه نوکونه

نه په خوله کي یې لرل تېره غاښونه

 

غټ ښنګوري یې پر ځای وه د منګولو

نه د جنګ وه نه د ښکار نه د وژلو

 

که په ځان هرڅومره غټ وو خو غویی وو

له ازله د انسان د لاس مریی وو

 

زمری خپلي بې عقلۍ لره حیران سو

له غړومبي چي وېرېدلی وو پښېمان سو

 

دی یې تش له لوی اوازه وېرېدلی

هغه ښکار وو د ده غار ته ورغلی

 

په هغه ګړې پر څټ د غوايی سپور سو

د غوايی تر سترګو ټوله ځنګل تور سو

 

ګړی وروسته غویی پروت اندام اندام وو

د زمري او ګیدړانو غوړ ماښام وو

 

احتیاط ښه دی په حساب د هوښیارانو

حساب ښه دی پر قوت د دښمنانو

 

خو نه هسي چي زمری وو ځغلېدلی

د غوايي تشو رمباړو تښتولی

 

نه قوت یې د دښمن وو آزمېیلی

بېرته شاته