(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.05.2022 غزل

[02.May.2022 - 12:32]

درده زړه چاودنې ته مې وګوره

ځار دې شم لمنې ته مې وګوره

.

کله مې ماغزه او کله زړه څکونډي

دې د فکر غنې ته مې وګوره

.

لاس یې کړه جوړه، سترګې جرګه جرګه

وې ویل چې زنې ته مې وګوره

.

ستوری ستوری کېږي خوا له نه راځي

دې د خیال مېرمنې ته مې وګوره

.

نه لګوي خوله د اننګو په اور

تندې کبرجنې ته مې وګوره

.

ستا قد د اینځر زه د چینار قامت

سیاله لږ خو ونې ته مې وګوره

( اکبر سیال)

.

له = لره

څکونډل = ۱) ټونګرېيل، نوکارې کول ۲) چیچل

ونه = قد، لوړه، جګه، جګواله، لوړوالی، زانګه، زانګۍ

قامت = ونه، قد، تنه، دړه

(غوړچان: ممتازخان)

-
بېرته شاته