(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.05.2022زمونږ پوهان

[02.May.2022 - 12:26]

زموز پو هان

 

وږمي له ځانه خورول ، دا کار د ګل دی

ټل په خپل حال باندي ژړل ، کار د بلبل دی

 

د لټون سترګي پرانسـتل ما حول لیدل

په رموزاتو پو هیـدل ، کار د عاقل دی

 

ژوند په ناداني، او په غفلـت کي تیرول

په هر انداز کی تـغافل، کار د غافل دی

 

معنی له دریچی، خس و خار دلـته کتل

دردمن زړه ټکورول، کارد صاحبدل دی

 

د فانی دنیا په مـکارئ کی، تیر وتل

په تش قدرت لویي کول ،کار د جـاهل

 (سید عبیدالله نادر)

-
بېرته شاته