(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.04.2022ما د پښتونخوا

[25.Apr.2022 - 14:43]

ما د پښتونخوا،  پښتونخوا  چکر  له بوزه

 

ماته  د بابا د نسب خرڅو  کېسې مه کوه

ماته  قلم او  ادب خرڅو  کېسې  مه  کوه

ماته داسلام دمکتب خرڅو کیسې مه کوه

ما د یوسپزو  د شیخ ملي  دفتر  ته  بوزه

ما د پښتونخوا،  پښتونخوا  چکر  له بوزه

 

ما د مغل خېلو امیرانو  در له مه بوزه

ما د پښتنو  د  قاتلانو  در له مه بوزه

ما د استعمار د دلالانو در له مه بوزه

نه ځم، نه ځم ،ما د قصابانو در له مه وزه

ما دخپل نصیب په وینو سور دفتر ته بوزه  

ما د  پښتونخوا،  پښتونخوا  چکر  له بوزه

 

ما د خپل  تارېخ د کاله هغه سر له بوزه

ما د "خان شهید" د میړنو  لښکر  بوزه

ما دګلستان د سرو سپرلو سحر له بوزه

ما ېو قامپرسته،  سرپرسته  سر له بوزه

بېا مې  قافلو  سره  د لر نه بر  ته بوزه

ما  د  پښتنو  د  ازادۍ  اشر  له  بوزه

ما دپښتونخوا،  پښتونخوا چکر له بوزه

 

 

ما د خپل تاریخ د کتاب هغه سر ته بوځه

ما د پښتونخوا پښتونخوا سنګر له بوځه.

غږفیاض خان خیشکي

-
بېرته شاته