(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.04.2022حجره

[25.Apr.2022 - 14:35]

 

 

 

 

 

بيا د خوږ زړونو ټکور دی په حجره کښې

داسې ګرم ټنګ ټکور دی په حجره کښې

 

خوشحال خان په کټ کښې ناست دی شومه دم ده

ګوره ويښ د قام غمخور دی په حجره کښې

 

شپه پخه شوه واده کړي کور ته لاړل

د لونډو خو بس کور دی په حجره کښې

 

په حجره کښې فرق د خان او نوکر نشته

هر سړی د سړي ورور دی په حجره کښی

 

د تيراه د لام قيصه شروع شوه واوره

د فرنګ پکښې مخ تور دی په حجره کښې

 

دا خېبر دی ستا په غم کښې یې بنګ څښلي

پروت په خاورو کښې نسکور دی په حجره کښې

 

ارواښاد خیبر اپریدی

-
بېرته شاته