(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.04.2022 ستړی سومانه

[25.Apr.2022 - 14:34]

ستړی ستومانه چې له کاره راځم

تا یادومه چې په لاره راځم

 

د ارمانونو پنډ په سر راوړمه

کور ته چې هر ماښام له ښاره راځم

 

د کلي ډېرې لارې ډېرې کوڅې

په دې کوڅه د چا لپاره راځم

 

د میخانې دروازه مه بندوئ

یارانو زه به له روزګاره راځم

 

ډاکټر صاحب شاه صابر

 

-
بېرته شاته