(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.04.2022ګېدړ

[25.Apr.2022 - 14:27]

ګېدړ

په ځنګل کي غړومبهاری سو لړزه سوه

رېږد هاتي واخيست لړزان هره بزه سوه

د پاچا له تخته پورته سول ږغونه

ډار اخيستي ول لېوان ول که پسونه

د زمري پر زوی چا کړی بد تېری ؤ

معلوم نه سو چي حيوان ؤ که پېری ؤ

صرف ګيدړ په دې خبر ؤ چي مجرم دی

چا مات کړی د پاچا چي پټ حريم دی

دا ؤ راغلی و پاچا لره ګويان سو

دا مجرم ګيدړ مکار ډېر په ګريان سو

اعلان وکړه اې زمريه همدا نن ته

ټول ځنګل ته احوال ولېږه حتمن ته

چي پاچا به له هغه حيوانه جوړ کړې

ښو ښاديو به آباد او هغه موړ کړې

چا چي ومنل چي کړی يې دا کار دی

ستا د زوی سره پېښ سوی چي ازار دی

زمري هم د ګيدړ ومنل خبره

اعلان ورسېد ډېر ژر تر لر او بره

خره ته ورغلی ګيدړ بيا سمدلاسه

دی ګويان سو دې ساده ته له اخلاصه

ته زمري ته اقرار وکړه چي عامل يې

ته غوښتونکی سه د تخت ته يې قابل يې

خر حاضر سو و پاچا ته په ګفتار سو

دی منونکی د بد فعل د بد کار سو

پاچا وغوښت ټول ځنګل و خپل دربار ته

لوی کوچني ټول حيوانان و خپل احضار ته

امر وسو چي ټول جوړ يو لوی قطار کړي

ځان و تېري ته پر شين خر ډېر ژر تيار کړي

خره چي وکتل و شاته نو ولاړ ؤ

لوی قطار د حيوانانو انتظار ؤ

د دې قطار مخکي ولاړ چي کوم حيوان ؤ

ښه مطمئن په انتظار ګيدړ مسکان ؤ

واری چي راغلی د ګيدړ ورغلی پورته

خره له ګيلې څخه مخ واړوی بل لور ته

ګويان ګيدړ سو ويل ګوره خر ناځوانه

کتل هم نه کوې پاچا چي سوې باتوانه

 

 Atzakzai

Ahmad Wali Achakzai

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اپريل ۲۲  نېټه

-
بېرته شاته