(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څلورېځې25.04.2022

[25.Apr.2022 - 14:23]

 

سپرلیه

سپرلیه راشه راشه زمونږ غرونه په ټپو کړه

فضا نغمه نغمه کړه او وختونه په ټپو کړه

خواره مو کړه رنګونه رڼاګانې په وطن کې

وږمې کړه سندريزې او سیندونه په ټپو کړه

 

کاڼي

د سرو ګلونو ګل غوټۍ ولې په کاڼو ولې

زمونږ د چم سپينه سپوږمۍ ولې په کاڼو ولې

ظالمه مه وروه غشي پر مظلومو زړونو

زمونږ شپونکی زمونږ کیږدۍ ولې په کاڼو ولې

 

ساندې

هر سحر کې دلته ساندې مازیګر کې دلته ساندې

پسرلی کې سری لمبی وی هر اختر کی دلته ساندې

جوماتونه دلته سوځي کتابونه دلته سوځي

لوپټې په وینو سرې دي هر ګودر  کې دلته ساندې

 

ښکلاګانې

غرونه مو ښکلی دي درې ښکلې دي

د ګران وطن  لارې کوڅې ښکلې دي

مستو سیندونو کې سرشارې چپې

زمونږ د کلو شنې ديرې ښکلې دي

 

کاڼي

غلیم مو پر سرونو سر پر سر وروي کاڼي

سحر وروي کاڼي مازیګر وروي کاڼي

عجیبه میلمانه دی د زړه غوښې رانه غواړی

چنار هم په چینه او پر ګودر وروي کاڼي

 

زه افغان یم

راته یوشوي رقيبان اوبه په ډانګ بېلوي

زما د خاورې دښمان  اوبه په ډانګ بېلوي

مونږ د يوه بابا بچي يو دين وطن مو يو دی

دا څو تور مخي غليمان  اوبه په ډانګ بېلوي

 

کاڼي!

دا څوک دي چې بې واره مې پر زړه وروي کاڼي

له شپې نه تر سهاره مې پر زړه وروي کاڼي

ملګرو  له  هر  خوا د ستم غشي راوريږي

د  ستورو له مداره مې پر زړه وروي کاڼي

امان الله نصرت

Amanullah Nasrat

-
بېرته شاته