(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.04.2022د منتظر نظم

[25.Apr.2022 - 14:07]

 نظم

»»»»»»««««

عجیبه دی زموږکلی 

عجيبه یې دود، دستور دی 

له رڼا نه مو شي کرکه

ځکه ورک مو د لمر نور دی

په دعا کې وریځې غواړو

د شین رنګ نه موخوښ تور دی 

هر پردی مو د زړه سردی

خپل که ورور مو هم، تربور دی

عجیبه دی زموږ کلی 

عجيبه یې دود، دستور دی

 

سترګور مو ټپ ړانده دي

خو ړانده مو سترګور دي 

غوږور دروند په غوږو مو

خو کاڼه مو غوږور دي

ژبور مو چوپه خوله ناست 

خو ګونګیان مو ژبور دي 

عجیبه دی زموږ کلی !

عجیبه یې دود، دستور دی!

 

اوږد بهیر مو د اوښانو

خره لکۍ پورې تړلی

عزتمن لاندې تر پښو مو

سپک پر سر مو کینولی 

عقلمند ته څوک غوږ نه ږدو

احمق سټیج ته خیژولی

عجیبه دی زموږکلی

عجیبه یې دود، دستور دی

 

غرونه لوړ مو، ندي ټیټ دي 

خو په سر یې بس لار نشته 

ژرنده هم زموږ د پلار ده 

خو په زور ده ،پرې وار نشته 

غوا مو سپينه، شیدې تورې 

خو د چا پرې هیڅ کار نشته 

عجیبه دی زموږ کلی

عجیبه یې دود، دستور دی

 

کلی نه پریږدو، میشته یو

خو، له نرخه ټول وتلي

څوک هم ټيټ په موږ کې نشته 

ووړ او زوړ یو ټول ښاغلي 

له پردو نه ګټه نکړو

د یو بل جیب ته یو غلي

عجیبه دی زموږ کلی 

عجیبه یې دود، دوستور دی

 

ناچارۍ او بې وزلۍ نه 

یو لګیا ګرځوو ژرنده 

خوله کبره یې مزد نه اخلو

راته ښکاري ځان بې خونده 

پر پرون باندې مو ویاړو

رانه ورک سبا او نن ده 

عجیبه دی زموږ کلی 

عجیبه یې دود، دستور دی

 

زه چې ګورم یې راتلونکې

راته ښکاري خړه پړه 

که تدبیر مو بدل نکړ

مېنه ورانه مو ده شړه 

(منتظر) نور یم ستومانه 

لدې حاله، دې ګړبړه

خدایه سم کړې زموږ کلی 

ور بدل یې دود، دستور کړې

په تياره، تورو ذهنو يې

خور د علم، پوهې نور کړې

زیب منتظر مسید

14/12/2010

........

زیری:

 

راغی بیا په دیوال کیناست

راته تور کارغه کړغیژي

 

بیا یې زیری دی راوړی

مساپر مې رارسیژي

 

خدایه پادل یې رشتیا کړې

خوږ لالی مې ډیر یادیژي

 

(منتظر) یې انتظار کړم

زړه مې غورځي، ډیر دړزیژي

.........

 

غم مې جوړه ده د زړه پر سر تڼاکه

ځکه وزي مې له خولې فریاد بې واکه

 

ته دې مه وهه غلیمه په بريت ګوتې

غورځولې مې خپل ورور یمه له ځواکه

 

خدایږو کرکه مې له خپله ځانه کیږي

پخپل کور د ننه ناست چې یم  بې واکه

 

 زما پکر د ده پکر، یو شان ندي

ځکه وايي ارادې دې دي ناپاکه

 

زما او ستا په منځ کې بس دومره توپیر دی 

ته څښې وینې د انسان او زه له تاکه

 

قافلې پسې به رسو، لږ به ځنډ شي

پاکوو پښې له اغزو او له خاشاکه

.........

 

جانانه هغه ښکلى ماذديګر ستا په ياديږي

چې ناست به وو موږ دواړه په ګودر، ستا په ياديږي

 

تا کړلې به خوږې، خوږې کيسې راته د مينې

ما ايښى په زنګون به وو، ستا سر، ستا په ياديږي

 

بلبلو به نغمې کړې، نڅيدې به ورته ونې

د غره پر سر ولاړ به وو زيړ لمر، ستا په ياديږي

 

فضا به جنتي وه، خيال د حورو له سر تللى

هر دم د روژې پاى وو، وو اختر، ستا په ياديږي

 

تر مرګو به ورواوښته، ځواني به شوه څپانده

احساس به ليونى شو، هوش ابتر، ستا په ياديږي

 

زاهد به د حسد په اور کې سوى، لوغړن شو

توبې به يې ايستې، ويل بٸ کافر، ستا په ياديږي

 

زه ناست به هره ورځ وم (منتظر)، ستا و راتلو ته

ګنډلى به په لار مې وو نظر، ستا په ياديږي

Zeb Muntazer Maseed

16/4/2020

-
بېرته شاته