(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.04.2022باران

[25.Apr.2022 - 14:03]

 

باران دې وُري په ږلۍ دې ګل نسکور نه وي 

د ژوندانه دا زرغون فصل دې سرتور نه وي 

 

الهي ویې دروې دا د ګولیو باران 

نه چې ایسار په کې د ډېرو خویندو ورور نه وي 

 

پښه چې په تیږو لګي وای مورې نارې به کوي 

درد یې لا ډېر وي چې د چا شیرینه مور نه وي 

 

یوې ماشومې په سکاره نوم د وطن لیکلی 

د دې ماشومې پرښتې لاس دې په اور نه وي 

 

د یوه پښتون شاعر سلام له پېښوره راځي

کاش په تورخم د انګریزي ښکېلاک منګور نه وي 

 

که رانسکورې نه کړي دا ځلې ماڼۍ د غرور 

کابله ستا په اوښکو وینو کې به زور نه وي 

 

افغان وطن مې ربه داسې غني وګرځوې 

چې یې جهان وي پوروړی پر ده پور نه وي 

 

یوه نقاده نه مني سپینې سپېڅلې نغمې 

چې پر لمن باندې یې داغ د مینې تور نه وي 

 

کاروانه ستا غزل به څه دارو درمل شي د چا 

چې له چمبو سره د شنو بنګړیو شور نه وي 

 پیرمحمد کاروان

۱ ثور ۱۴۰۱ هجري شمسي،خوست توره وړۍ 

Pir Mohammad Karwan

-
بېرته شاته