(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.04.2022د ځواب

[25.Apr.2022 - 13:57]

 

کله ډز کله بمبار کړه ګاونډيه

سور دوزخ ته مو ګوزار کړه ګاونډيه 

 

فتوه ورکړه چې جهاد راباندې فرض دی

مجاهد شه ما کفار کړه ګاونډيه

 

شيطاني وکړه مونږ خپلو کې په جنګ کړه 

ښه مو نور هم خوار او زار کړه ګاونډيه 

 

ساده ګانو خپل وطن درته کباړ کړ

هله اوس يې را ايسار کړه ګاونډيه

 

ګلابونه مو په وينو باندې سره شو

تماشه اوس د بهار کړه ګاونډيه 

 

ملايان چې جوماتونو ته ستانه شول 

تبليغيان دې راکتار کړه ګاونډيه

 

زه په خپلې ناپوهۍ باندې پوهېږم 

ته دې خپل ظلمونه شمار کړه ګاونډيه 

 

فارمي چرګان ساته کار دې روان دی

څه حلال کړه څه مردار کړه ګاونډيه 

 

شهيدان مې ستا جنت ته درلېږمه 

شرابونه دې تيار کړه ګاونډيه

 

څملومه دې په خېټه دې کېنمه 

درپاڅېږم انتظار کړه ګاونډيه 

 

بل منصور د انالحق نارې شروع کړې

راشه بل ځواب په دار کړه ګاونډيه

عزت الله ځواب

...........

ملا لوفر شو؛ شراب يې نوش که

حلوا يې پرېښوه؛ کباب يې نوش که

 

په څلورمه؛ ښځه مئين شو!

ګناه يي وکړه؛ ثواب يې نوش که

 

ما په وياله کې؛ ورته لاهو که!

جينۍ راجګ که؛ ګلاب يې نوش که

 

مبارزه کړي؛ تکړه سړی دی!  

ذهن يې جوړ که؛ کتاب يې نوش که

 

وخت څه بې رحمه؛ لوبه کوله!

چې اوړېدلو؛ ځواب يې نوش که

Ezatullah Zawab

...............

ملا لمونځونه کوه زور ورکه

عبادتونه کوه زور ورکه 

 

لاسپيکرونو کې نعتونه وايه 

تلاوتونه کوه زور ورکه

 

عمرې کوه او خيراتونه کوه 

خانه حجونه کوه زور ورکه 

 

دوه ښځې مه کوه څلور وکړه 

محبتونه کوه زور ورکه 

 

طالبه خلکو باندې ږيرې پرېږده 

پرمختګونه کوه زور ورکه

 

جونې ايسارې کړه ښوونځي وتړه 

نصيحتونه کوه زور ورکه 

 

زه هسې څښلو ته بانه ګورمه 

ساقي ستونه کوه زور ورکه 

 

ښکليه زړه مې د پولادو کړلو 

اوس ګوزارونه کوه زور ورکه

 

ځوابه خلک دې سوالونه کوي

ته ځوابونه کوه زور ورکه

.......

ځواب

-
بېرته شاته