(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.04.2022دخوشال بابا دېوان

[25.Apr.2022 - 10:04]

د خوشال  بابا دیوان

مخ - ۳۶۹

.

د جهان په مخ به نه وي، هسې تا غوندې دلبره

پري رویه، عنبربویه، سنبل مویه، سمن بره

.

ګلعذاره، زلفې ماره، شهسواره، خوش رفتاره

باده نوشه، می فروشه، قصب پوشه، مو کمره

.

دلنوازه، سرفرازه، عشوه سازه، لعبت بازه

خود پسنده، سربلنده، شکر خنده، لب شکره

.

طربناکه، ګرېوان چاکه، تل بې باکه، تش تپاکه

خود ارایه، خود نمایه، خود ستایه، خوش هنره

.

غزل خوانه، خوش الحانه، دُر دندانه، لب خندانه

عنبر خاله، پُر خیاله، تل خوشاله، د زړه غوره

.

.

پري رویه = د ښاپېرۍ په څېر مخ لرونکې = One with a face like a fairy

عنبر بویه = One who smells like ambergris

.

Ambergris = Ambergris (taken from the digestive tract of whales), an ingredient of perfume, has been mostly known for its use in creating perfume and fragrance much like musk. Perfumes can still be found with ambergris around the world

.

سنبل مویه = د څڼۍ کوکو (سنبل) په څېر وېښته لرونکې = One with a face like a hyacinth flower

 

سمن بر = هغه چې د یاسمین په رنګ خوشبوداره بدن لري

 

ګلعذاره = ۱) د ګل په څېر رخسار لرونکې ۲) ډېر زيات ښکلې ۳) معشوق، ګل غوټۍ

 

زلفې ماره = د مار په څېر زلفې لکه د محبوبې ښکلې زلفې

 

شهسوار = شاه + سوار = ۱) شاهسوار، د آس د سپرلۍ (سورلۍ) ماهر ۲) د شاه د سورلۍ (سپرلۍ) آس

 

باده نوش = بوږ څښونکی، شراب څښونکی = One who drinks alcohol 

 

می فروش = بوږ پلور، شراب پلور = A person who sells alcohol

.

Both, the two words above are compliments, a person that intoxicates one with their beauty & good company

.

قصب پوشه = چا چې د رېښم کالي اغوندې وي = A person wearing brocade

.

BROCADE = A rich fabric, usually silk, woven with a raised pattern, typically with gold or silver thread. Basically, a well-dressed person

.

مو کمره = لکه د وېښته په څېر نرۍ ملا

 

دل نواز = ډاډګېرنه ورکوونکی، همدرد، غمګسار

 

سرفراز = بریالی = Succesful

 

عشوه سازه = ناز او ادا کوونکې

 

لعبت باز = د ګوډګیو لوبوونکی، لکه ډېر هوښیار او ځیرک

 

خود پسند = د خپلې مرضۍ مالک، د خپلې طبعې، د خپلې خوښې څښتن

سربلند = ښاغلی = Honourable

 

شکرخنده = A compliment, a sweet smile of the lips

 

لب شکره = خوږې شونډې لرونکې = A compliment

 

طرب ناکه = ښادي او خوشالي شیندونکې

 

بې باک = ۱) بې ترسه، بې وېرې ۲) بې پروا، بې ډبه، هغه څوک چې مهمو چارو ته په جدي نظر نه ګوري ۳) بدفعله، بداخلاقه

 

تپاک = ۱) شوق ، ګرمي ، جوش ٢) د مينې او محبت زياتوالی ۳) حرص، لالچ

 

دُر دندانه = هغه چې غاښونه یې د ملغلرو په څېر وي = One with teeth like pearls

 

تمبر خال = شینخالۍ = One with stamped moles on her face

 

تل خوشاله = تل خوښ = Always happy

-
بېرته شاته