(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.04.2022زما د جانان

[25.Apr.2022 - 09:54]

د کچه خاورو نه جوړ دی، ځای په ځای په لوګي تور دی

دا بوتکي بوتکي چې ښکاري، دا زما د جانان کور دی

.

مېښه لنګه، شوملې ډېرې، دېچکوری د کوچو ډک دی

نن به حلق زما غوړ شي، دا د ډېرې مودې سپور دی

.

دونکاچې سره په خوا کښې یوه زړه ونه د توت 

اوس موسم د پسرلي دی، د توتانو په کښې زور دی

.

د غرمې دلته ویده وي، هم د دې څپر د لاندې

وچې څانګې پرې پرتې دي، د کدو بوټی پرې خور دی

.

دا تنور د غولي منځ کښې، دې خوا ګوټ ته دونکاچه ده

دونکاچې سره په خوا کچماچو بوټی سمسور دی

.

دا منګو کتار ته ګوره، په ګړونج کښې چې پراته دي

هم په دغه جام اوبه څښي چې پرې سور منګی نسکور دی

.

په زړه ماته کټوۍ کښې سره ګلونه د ورخاړي

ما ګلونه ډېر لیدلي خو د دې حسن لا نور دی

.

د کوټې په هغه ګوټ کښې څه په خوند زانګو زنګېږي

الله هو له لې له لو شه، څومره خوږ اواز د مور دی 

.

په غپ غپ یې ځان ښکاره کړ، ما ترې ځکه ډډه وکړه

ګنې خلک داسې وايي چې خړ سپی د ګیدر ورور دی

.

دا خیرن کور به صادقه تاج محل باندې ور نه کړم

دې کښې هغه څوک اوسېږي چې زما د زړه ټکور دی

(حسین احمد صادق)

..................

بوتکی = وړوکی دېوال چې د پناهۍ لپاره وهلی شوی وي

دېچکوری = ورکوټی دېګ، دېګلی، خم

حلق = تالو، ستونی، مرۍ، کومی

دونکاچه = ډبه، ډپه، دېبسه، دنکاچه، چونتره، سټېج، ډبګۍ

څپر = چوپال، چپر، چوپاړ، څپره، څپرۍ، ساله، دوبګوړی، منډو

کچماچو = انګور توره، ګيدړ کور، کونڅچڅپی، يو ډول بوټی دی چې وړې دانې کوي. په پیل کښې شنه او بيا سره کېږي، له دې نه وروسته تور رنګ غوره کوي، انګورکی، کرماچو، مکو

سمسور = ۱) تر او تازه، غوړېدلی ۲) پوخ، رسېدلی ۳) اباد

ګړونج = د لرګيو جوړ شوی د منګيو د اېښودو لپاره ځای، ګړماچی، ګړمچی

کتار = قطار، لیکه، کرښه، لړۍ

ورخاړی = خولپه، خرفه، ارخاړی، لاړجن، یو ډول سابه

(غوړچان: ډاکتر ممتاز خان)

-
بېرته شاته