(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

20.04.2022 ددبي ټوټه او شعر

[20.Apr.2022 - 11:56]

ژور سوچ/ ادبي ټوټه

لیک: سید عبیدالله نادر

بهار وو ، او دګلونوموسم ،تر هغه ځایه چې نطر ورتله ،ښکلا وه ،سمه او غر په رنګین ګلونو پوښلي وو ،درویش چې د دیواله اړخ ته ډډه لګولي او دي ورشو ته مخامخ ناست وو، سر یی په ګریوانه کې د ننه کړی وو،لاروی چې پرې د تیریدو په حال کې وو ،ور ږغ یی کړ:درویشه!سر د ګریوانه څخه راپورته کړه چې ګلونه او ګلزار ووینې ،درویش ووییل:سر په ګریوانه کې د ننه کړه چې د ګلونو خالق ووینې.  

د فارسی ادبی پارچو څخه ژباړه

...................        

 

مدهوشه دیوانه

چي په ژبه مې،جاري ستا ترانه شوه

په خنـدا راته ،په مخ کې زمانه شوه

 

تواضع می دساقی، هومره ده ، کړي

چي انداز د هرکلام می ، رندانه شوه

 

د غمو بارونه هلته، رانه سپک شول

نشیمن چي می،په ګوټ دمیخانه شوه

 

د هغي لمحې سکون می، نه هیریږي

د ساقي په لاس چي ، ډکه پیمانه شوه

 

د مستــانوپیالي می ، کړلي ما تي

ځکه نوم می، یومدهوشه دیوانه شوه

 

درمندونه می ، صـبر او او سیلو وو

خو د یار په درکي ، ټوله نذرانه شوه

 

په دسـتور د یارانئ باندي، آشنا شول

چي یي زده، زما د مینې، افسانه شوه

 

ګـیله نشته، دیارانو ، بی مـــهرې نه

چي بدله په دي دور کي ، یارانه شوه

 

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۵۳کابل

-
بېرته شاته