(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.04.2022مختورن

[14.Apr.2022 - 17:39]

 عاقبت به خپل تاریخ ته مختورن یو 

 

نه پنځه یو نه پنځه زره کلن یو 

له ازله پیدا کړي خدای پمن یو 

 

نه طبیب نه عزراییل مو خواته راغی 

دا پنځوس کاله پراته پر زکندن یو 

 

نه مو زخم ته مرهم دي پیدا کړي 

نه پوهیږو چي په کوم ځای کي خوږمن یو 

 

له سهاره په ژړا پیل کوو ورځي 

په ښرا لکه کونډیاني هر ماخستن یو 

 

له آمو تر اباسینه وطن غواړو 

په واړه کور کي له ورور سره دښمن یو 

 

« اتفاق په پښتانه کي پیدا نه سو» 

له خوشحاله بیا تر اوسه ارمانجن یو 

 

په زړو کفن کښانو پسي ژاړو 

له هر نوي کفن کښه ګیله من یو 

 

د یووالي د نارو پهلوانان یو 

د ریشتیا پر میدان ټوله دروغجن یو 

 

په شپېلۍ د اسرافیل ګوندي خبر سو 

چي وګړي د یوه پلار د وطن یو 

 

له اورنګه تر فرنګه چي راغلي 

په هر پوځ کي برتۍ سوي یو پلټن یو 

 

نه پوهیږو ماتوو د چا هډونه 

سرګردان د بل په لاس لکه مېچن یو 

 

سیال مو نه دي د نړۍ واړه قومونه 

موږ اصیل یو د اصیل نیکه زامن یو 

 

له پېړیو د نړۍ کاروان تیریږي 

موږ په روڼو سترګو لاندي تر بړستن یو 

 

تش په نوم که د نیکونو ژوندي پایو 

بې یسینه بې وصیته په کفن یو 

 

په دې خړو کنډوالو یو نازېدلي 

تر قیامته به پر خړو خاورو پلن یو 

 

د مرګي د کوهي لاره مو اخیستې 

د ړندو لښکر نیولي تر لمن یو 

 

پر دې لار تر هیڅ منزله نه رسیږو 

عاقبت به خپل تاریخ ته مختورن یو

 

عبدالباري جهاني 

 

د ۲۰۲۲ کال د اپریل لومړۍ نېټه، ویرجینیا

-
بېرته شاته