(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.04.2022مرګ

[14.Apr.2022 - 15:52]

مرګ

ساز داسې اواز دی ښکاره پټ کړي پټ ښکاره کړي

تورې خټې واخلي ترېنه جوړه مناره کړي

قبر باندې شال یو د اطلس د بخمل واچوي

لاس کې دانسان لمحې له مرګ و اجل واچوي

خو مرګ دې پرده پوش کړي د ادم زوال له هوشه ورک

مرګ هغه خزان دی چې ګل کړي له ګلفروشه ورک

مرګ ګواه درب دمینې رحم له انسان سره

مرګ یوه وعده ده سپرلي شوې له خزان سره

ژوند یو څاڅکی مینه ده دمینې ننداره کړي

ساز د ځوانۍ غشی دی له مرګ سره دجنګ کیسه

دا ده دانسان دزغرې تورې او توفنګ کیسه

دا ده دغلام دفخر کبر او دننګ کیسه

شمع پتنګ نه دی دا دستور ي دی مینه مینه ده دځان سره

ژوند د ادم څه دی مینه مینه ده له ځان سره

خاورې د ادم خاورې جنون سره جانان سره

مرګ لویه نیکي وه چې تا وکړه له انسان سره

مرګ ستا کور له یوړه ګني و به تل ځان سره

مرګ هغه نیټه چې جانان کېښوده له جانان سره

مرګ پټه نکاح ده د مکان له لامکان سره

مرګ کې ژوندوند دریاب پټه کناره ده

مر ګ مجبوره ځان له دخپل حسن ننداره ده

مرګ بس یو ګواه زما دژوند ستا دجلال

ای عجیبه خانه دتیارې او دهلال

 
Khan Abdul Ghani Khan 
غني خان 

 

-
بېرته شاته