(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.04.2022غزل

[14.Apr.2022 - 15:48]

غزل 

د ارمان په شاړه دښته مې ګذران شي

یو ســـړی له پورې کــلي را راون شـي

 

د ټول عـمر ارمـانونه يې پـــوره شــي

چې سړی پخپل جانان باندې تاوان شي

 

چې د یار عطرینه غېږه کې سر کېږدي

ورنه هېر غمــونه ټول ددې جهان شي

 

چې خفه له چا خوشبوخوشبو جانان شي

لېـونی شي سـړی سر په بیـابان شـي

 

چې د مينې بنیاد جوړ شي په دروغو

په هغې مينه به ډېر زر پښېمان شی

 

چې جانان ترې نرګسي لاسونه تاو کړي

جنـتي په دې دنـیا هغـه انسان شـي

 

څوک به څنګه خوشالي په دنیا وکړي

چې خواږه خواږه یاران ورته ماران شي

 

موږ چې ګل په لاس کې واخلو نو اغزی شي

ته اغزي په لاس واخلې جوړ ګلان شي

 

چې مېوه د غریب کور ته کله راشي

له خوښۍ نه په ژړا سر ماشومان شي

 

ته ښایسته یې،ته خوږه يې ته يې حوره

هر انسان دې رڼاګۍ دا ستا په شان شي

 

Ranna Ahmadzai رڼا احمدزۍ/ننګرهار

-
بېرته شاته