(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.04.2022غزلې

[14.Apr.2022 - 15:38]

غــــــــــــزل

زما زړه ځانګړی ښـار دی

ناوزګاره ، ستړی ښار دی

 

لامبوزن ورپکې نه شــته

سېلابونو وړی ښـــار دی

 

ابادېږي او ورانېــــــــږي

دغه څه اومړی ښـار دی

 

تش خوبان پکښې اوسېږي

ښایستونو وړی ښـــــار دی

 

بس قتلونه پکښې کېـــږي

ویرزده زومـــړی ښــار دی

 

هدیرې دي ، شهیــدان دي

هلاکو وران کړی ښـار دی

 

یو ، قرار پکښې مړژواندی

نور کلهمه مړی ښـــــار دی

 

سلېم قرار Saleem Qarar

مشعل سکول ــــــــــــــــــ 14/04/2022

............

 

غـــــــــــــــزل

په اســــــانه ژړا راشي ، په اســــــانه ایمنېــــږم

ډېر په ګرانه له عشق اوړم ، ډېر په ګرانه مینېږم

 

زما ژوند افسانوي دی ، لکه اور کښې سمندر یــم

نه وتلی شم له اوره ، نه په اور باندې سوزېـــــږم

 

په پنجره د غلامۍ کښې ، تل به "میٹھومیٹھو" وایم

که توتي به شم د غرونو ، سردرو کښې به ګرځېــــږم

 

ستا د فکر هر کتاب مې ، پاڼه پاڼه دی لوستـــــــــلی

ستا د کرکې الفبا یم ، ستاکتاب کښې نه ځایېــــــږم

 

مکرجنه جادوګره! ستا خبرو ته غــــوږ غـــــوږ یـــم

له تا ستر یمه پوهېږم ، ولې بیا هم نه پــــــوهېــږم

 

پسرلی دی وږمې را غلې، هلته بیا سنځلې ګل شوې

یوه څانګه راته راوړئ ، "قرار" ډېر پسې ځورېـــــږم

 

سلېم قرار Saleem Qarar

مشعل سکول د کلنۍ ازموینې هال  ــــ 11/04/2022

..........    

 

غزل

 

"هو" کوه یا "نه" کوه ، د سر اشاره څه معنــا؟

مینه امارت دی ، پکښې نفس اماره څه معنا ؟

 

نه دې څه راکړي ، نه د راکړې څه امېد لــــرم

یه نرګسي یارهدې نه نور ګذاره څه معنــا ؟

 

ستا له خولې چې وځي ، سور انګار وي سوځول کوي

ولې مې پوښتې چې شرر څه ، شراره څه معنــــــــا ؟

 

شور دی او غوغا ده ، ته یې نه اورې دا بېله ده

ستا راویښېدو ته برغو څه ، نغاره څه معنــــا ؟

 

ولې مې غُولۍ ته ، راته ښایې کنـــاره د ژونــد

یاره بېړیوانهغُولۍ څه ، کناره څه معنــــــا ؟

 

"ته کرل رېبل کوه او ګټه ورکوه بـــــــــل تــه"

چا رانه پوښتل "قراره! دا اجاره څه معنــا " ؟ 

سلېم قرار Saleem Qarar

مشعل سکول د کلنۍ ازموینې هال 13/04/2022

...........

 

شاعر لګیا دی ، لیکي سنـــــــــــــدرې

کڼې دنیا ته ، لېـــــږی سنـــــــــــدرې

 

پېــرزو یې نه شتــــه ، په هنرونـــــو

څومــــــره بخیل دی ، سېزي سندرې

 

څوک سندرمار مې ، زړه ته راکوز دی

په دې کتاب کښې ، څېړي سنـــــدرې

 

مرغانو! بس کړئ ، چغار وۀ نه کــړئ

دې مرغـــــزار نه ، شـــړي سنــــدرې

 

اتڼ د پېغلـــــو ، سر دی خـــــــوړلی

وئیلی نه شی ، ســـــــړي سنــــدرې

 

خون ناروا دی ، دلــــــــــته روا دی

"قـــــراره" زور دی ، تړي سنــــدرې 

سلېم قرار Saleem Qarar

مشعل سکول د کلنۍ ازموینې تالار

12/04/2022

-
بېرته شاته