(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

28.03.2022شعرونه

[28.Mar.2022 - 10:39]

ستا اوچت اوچت بانګونه

ستا اوږده اوږده لمانځونه

ستا روژې او ستا حجونه

ستا تسپې او ستا ذکرونه

ستا په تخرک کې کتابونه

ستا منبر باندې وعظونه

 

زه منم دا هرڅه ښه دي،په دې ته جنت ته رسې

ولې ماته پکې څه دي؟په دې ته جنت رسې

 

ته هم دلته جنتي يې

ته هم هلته جنتي يې

هلته حورې ګل خوبانې

دلته مستې شاګردانې

هلته یخ شراب جامونه

دلته ګرمې حلواګانې

 

زه هم هلته دوزخي يم

زه هم دلته دوزخي يم

نه زه دلته جنتي يم 

نه زه هلته جنتي يم

 

د ژوندون په سور دوزخ کې د سامراج په اور کې سوځم

د دونیا د جنتیانو  زورورو زور کې سوځم

 

خپل ژوندون راباندې بار دی

په اوږو ګرځوم بار ژوند

وږی تږی وچې شونډې

د نیستۍ ډک خوار و زار ژوند

اول دلته جنت جوړ کړه

پس ته هلته جنت ښايه

يو غریب په خيټه موړ کړه

پس بيا لويې لويې وايه

 

نو راشه پرېږده دا جومات 

د حجرې په ګوټ کې کښېنه

يو چيلم د بنګو ډک کړه

خدای په نوم یې کړه خیرات

 

چې نېشه شې،د جنت نېشه دې کوزه د سر نه

چې خبر شې د دونيا  د دوزخيانو د خبر نه 

 

که خدای راکړه جنتونه

د مېوو نه ډک باغونه

د شېدو سپين نهرونه

د شرابو مست جامونه

پوسې پوسې ښکلي جونه

د پالنګ خوږه خوبونه

بخملين زرين شالونه

د مرمرو محلونه 

زه زرين به يې لوګی کړم،په دې خړو ديوالونو

د دونيا د دوزخيانو، د جونګړو په سرونو 

(ارواښاد زرين پرېشان)

..........

 

غــــــــــزل

 

مـحصـول يـې د شتـه عِـلم په تور قِشر کې رانغاړم

دانـش بـېـرته حــوا د لــور پــه صـفـر کـې رانـغـاړم

 

کـثـیف ذهــن ائـینـه مـې راتـه دوي ښايـي بـربـنډې

لـــؤده  مــزاج مـې تـل شهـوتـي ذِکــر کـې رانـغـاړم

 

دصرف فاعِل مفعول سيغې مې لاپه سرکې شته دی

نــو ځـکــه تــقــدس يې بــدنــام فـکـر کـې رانـغـاړم

 

ګـــردن د مــلالــۍ لـــهَ  زلېـخـې  تــوقِِ لـعـنت وړم

مـیونـد غــرور بـه نـور داستان د مِـصر کې رانـغـاړم

 

ډېـر زر بـه دې سېواده جـهـالــت تـیـاروتـه یـو سـم

ټــغــر دې د مـبـهــم امــر پــه  شیفـر کــې رانـغـاړم

 

دفـکــر ارتــقــا دې بـیـا مــاضي سويـې لــه وړمـــه

راتـلـونکې دې غـوجل سوټـو پـه سِحر کې رانـغـاړم

 

مـنـيـبه چــرخي ټــول د کتلیستو  پــه مـــدار کــې

تـیـارې د ذلالــت ځـکــه پــه شِـعــر کــې رانـغــاړم

( منیب ساپی)

......................

 

 زۀ                                                                                                                       

زۀ   د   شرابو   ويالو   ځان   ته پسخولے  نۀ  شوم

د    پيو  ، شاتو  ويالو   ځان ته اودرَولے   نۀ   شوم

د   سپينو سرو   او د ښائسته ياقوتو    دنګو   ماڼو

په   سر   د سرو زرو تاج   زۀ  بادشاه کولے نه شوم 

د لوئے بهشت ښائست مې سترګو کې ازغي  ښخَوَل

ستا   د کمي احساس   زما وجود کښې      ؤلړزېده 

لکه   ټپه     د شپون   په لويه    دشته    ؤشورېدم

چې   سراپا    دې   راخوره    شوه    د نظر په للمه 

هيله په ژوند کښې په    وړومبي وارې زۀ ؤمُسېدم 

زه    د    يواځے   اوسېدو   د   پاره   نۀ  وم   پيدا 

ځکه   نو روح زما  خوشحاله  په جنت   کښې نۀ ؤ 

ځکه   نو    زړۀ   مې   مُطمئن   په   نعمتونو   نۀ ؤ 

مطلب مې نور   ؤ  د تخليق د خپل خالق نظر کښې 

زۀ   د   فطرت   د  نوي   ژوند  د  تغيُر   زېرے  وم 

زۀ   د   فطرت   د   ارتقا   د    لارې      زڼے     ومه

ستا نه بغېر   په هر څه هرڅه کښې   نيمګړے  ومه

(نُورالاسلام سنګر)

 

.................

وګوره  ته ماته  ستا نظـــــــر کې څنګه ښکارم

زه مجنون د مینې دې منظر کې څنګه ښکارم

 

زه په تصــــور کې تصوېـــــرونه  جوړومه ستا

دا زما هنر دی، دې هنـــــــر کې څنګه ښکارم

 

دا  مـنم  درياب کښې ډیر لالونه ځلېدلې شي

زه د خـپـلو اوښکو سمندر کې څنـګه ښـکارم

 

بـاغ کې بلبلان اوسي شاهين په دنګو غرونـو کې

يـاره رښـتيا وايـــه اوچت غر کې څنــګه ښـکارم

 

تــا به ډېـر ليـدلي په ګلشن کې ډېــر ګـلونه وي

زه تــنـها په څـانـګه د انځر کې څنــګه ښـــکارم

 

گرت غشي راپريږده ماټټـــــــر ورته نيولی دی

ړنګ وايي اشنا په دې سنګرکې څنگه ښکارم

 

غلام دستګیر (ړنګ)

https://youtu.be/PAVpir2ZL6o

...............

 

-
بېرته شاته