(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

28.03.2022لوپټه چې درسره

[28.Mar.2022 - 10:36]

( لوپټه چې دې سره نۀ وې مخ مې مۀ ګوره کٖفن کې )

(شبير دراني)

خدائي خدمتګار او انقلابي شاعر ارواښاد مغزالله نګار د لر او بر په انقلابي شاعرانو کې يو معتبر نوم دې 

خو د افسوس مقام دا دې چې شاعري خو ئې ټول قام پرست ګوندونه په خپلو جلوس جلوسونو او احتجاجي غونډو کې وائي ولې دا ورته پته نشته چې دا زۀ کوم شعرونه وايم دا د مغزالله نګار دې

د مثال  توګه ئې زۀ څو شعرونه له تا څو سره شريک کوم اوس په تاسو وائې چې دا شعرونه خو مونږ ته زباني دي

 

زۀ به دې فخر په عظمت او فقيرې کومه

تل به دې شان ته د شاهانو ټيټ نتدي ساتمه

ماته د ټول جهانه ګران فخر افغانه بابا

هر څۀ چې کيږي ستا فکرونه به ژوندي ساتمه

(معزالله نګار)

يا دا دويمه قطعه چې

 

که مې سر او مال تالا شي فکر نشته

دا خپل سر به چاته ټيټ نۀ کړم افغان يم

که په دار باندې پرې خيژم حق به وايم

زۀ سپاهي د خپل ملنګ فخر افغان يم

(مغزالله نګار)

دغۀ رنګ دا دريمه قطعه

 

دا د حالاتو په چړو وهلي شوې پښتون

که چرې يو شو دا زخمونه ئې خامخا جوړيږي

دا اوږې تږې ترمې ترمې که يوه نعره شي

تيارې ختميږي رنړا کيږي پښتون خوا جوړيږي

 

دا اخري قطعه ليکم بيا درسره د سرې لوپټې خبره شريکه کوم

پښتونه پاسه سره لمبه شه او حيا اوګټه

ماتې پښتې د خپل ملنګ پښتون بابا اوګټه

لوګې لوګې شه د اغيار مخکښې سر ټيټې نۀ شې

ايمان لږ تير کړه پښتون خوا دې خامخا وګټه

(معزالله نګار)

اوس به سرې لوپټې له راشو مغزالله نګار نوې نوې وادۀ کړې وو چې ذوالفقار علي بوټو د هري پور په جيل بندي کړو هيسې خو په دغه زمانه په زرګونو خدائي خدمتګار په مچھ ډيرو حیدر اباد او نورو مختلف بندي خانو بندي وو ولې مغزالله نګار خپله هم کم عمر وو او د وادۀ ئې له مياشت هم نه وه برابره شوې چې بندي شولو د مغرالله نګار مور بي بي خپله هم د خدائي خدمتګارو کورنۍ سره تعلق لرو او د خدائي خدمتګار شاه نواز خان کور ودانې هم وه مطلب پلارګنې او سخرګنې دولاړه ئې خدائي خدمتګار وو  نو هغه له دې خبرو سره بلده وه  هغې خپل رونړه پلار خاوند او سخر په دا زولنو بيړو زنځيرونو او بندي خانو کې ليدلې وو هم دغه وجه وه چې د مغزالله نګار مور بې بې به هفته کې دوه درې خطونه جيل ته راليږلو دغه خطونه به د ډادګيرنې ډک وو په هر خط کې به ورته مور بار بار دا خبره ليک کوله چې مغزالله بچېه زۀ په تا وياړ کوم چې تۀ په قامي مينه بندي يې زويه د خلکو بچې  د زنا قتل شوکې او منشياتو په تور بندي خانو ته ځي او الحمدالله زما بچې د قام پرستې په تور بندي دي 

زويه دا زنځيرونه زولنې بيړې او بندي خانې هم ځوانانو لپاره جوړې دي 

څۀ رنګ چې د جونو منګولو کې بنګړي خوند کوي دغه رنګې  د زلمو لاسونه کې زنځيرونه او زولنې مزا کوي خو زويه په اخلاقي جرم کې نه د قام په مينه کې په قامپرستۍ کې

زما بچيه حوصله کلکه لره ستا پلار بابا اؤ ترونه له دې امتحانونو څخه راتير شوي دي

ورځو کې يو روځ وه چې د مغزااله نګار کور ودانې (ښځې) مغزالله نګار ته جيل خاني ته خط راواستلو څۀ رنګ چې مغزالله نګار کم عمره وو دغه رنګ ئې ښځه هم ماشومه وه

ولې معزالله نګار ته خو قام پرستي د مور بې بې نه د سينې په شيدو پيو کې راغلې وه

معزالله نګار خو د وخت يزيدانو په شته پلار بابا کې د يتيمانو په څير را لوې کړې وو

معزالله نګار خو خپل پلار بابا او ترونه په بندي خانو کې د قام په مينه بندي ليدلې وو ولې د معزالله نګار ناوې له دغه څيزونو څخه ناواقف وه 

هغې مغزالله ته داسې د مايوسې خبرې ليک کړې وې چې د مغزالله نګار زړۀ ئې مات کړو 

دا سره لوپټه د مغزالله نګار خپلې ښځې ته د هغه د خط واپسي جواب دې

(سره لوپټه)

که په هر ځائې کې خبر شوې دا به زۀ يم نور به نۀ وي

مخ مې مۀ ګوره کفن کې لوپټه چې دې سره نه وي

 

اے زما صنمه واوره دا زما ښکلې داستان

د مرګي نه زما مخکښې دا زما د زړۀ ارمان

 

زۀ مئين په باچا خان يم خدمتګار د ټول افغان

نشانې به مې په لاسو بند په بند د هتکړو وي

 

د خمته جامې به سرې وي ښپې خوړلې به بيړو وي

سور ټټر به وي په وينو ملا به ماته په کوړو وي

 

لوندې سترګې به د اوښکو څو ګيلې به د بنړو وي

که په هر ځائې کې خبر شوې دا به زۀ يم نور به نۀ وي

 

مخ مې مۀ ګوره کفن کې لوپټه چې دې سره نۀ وي

 

صرف يو افسوس به راشي 

جدائي چې مو پيدا شي

دې نه پس به انقلاب وي 

راروان به سور سيلاب وي

حق پرست به ټول ولاړ وي 

پښتنې پيغلې به ژاړي

ميخانو کې به سرور وي 

ستمګر به په غرور وي

لولې واړۀ به په دستور وي 

هر اندام به مې چور چور وي

شنکې خال به دې ورانيږي چې مې کټ ځي مقبرې له

 

که په هر ځائې کې خبر شوې دا به زۀ يم نور به نۀ وي

مخ مې مۀ ګوره کفن کې لاپټه چې دې سره نۀ وي

 

مغزالله نګار زمونږ سره په 17 دسمبر 2006 کې  د وجود رشته ختمه کړې او فکرونه بې تر ابد ژوندي

د مرګي نۀ مخکښې وصيت يې درسره شريک کوم مغزالله نګار دا وصيت کړې وو

(مخ په قبله مې کړې قبله مې د ايمان نخښه ده)   

په دا مصره کې د قبلې نه مراد د ارواښاد مغزالله نګار لؤې افغانستان دې

مخ په قبله مې کړې قبله مې د ايمان نخښه ده

په شناخت د جنازې چې مې شال سور اوتړې

مخ په قبله جلال اباد کې مې بابا پروت دې

چې مې په قبر سره جنډا ګورې ضرور اتړې

( شبير دراني)

-
بېرته شاته