(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

22.03.2022ډالۍ

[22.Mar.2022 - 16:44]

ډالۍ /اېډکېټ  شهاب خټک

 

ياره   زما   فيصله    وکړه    د   اغياره   سره

نوره مې نه شي زندګي د دې خونخواره سره

 

 هغه ياران چې به يوه لحظه هم نه بيليدل

اوس سلام هم نه کړي چې اوويني په لاره سره

 

زه  يو  باغي  انقلابي  د  دې  نظام  او  دستور

زمونږه   نه  کيږي  چلن   هيڅ  د  درباره  سره

 

لږ  ليونتوب  اضافي  غواړي  فلسفه  د  بدلون 

دغه  يوه  خبره   نه   وي   له   هوښياره  سره

 

د  اولسونو  آزادي  ځان  له   جدا  جهان  دې

دغه   کار   نه   شي  د  دنيا  د  کاروباره  سره 

 

ما مارخوړلي ته په غوږ کښې طبيب داسې وائي

 چې  خانه  مونږ  به  ګزاره  کړو د ښاماره سره

 

دلته  کښې  هره  ورځې  نمر  نوي  تيارې  راولي

څه  خوشحالي   و تړو   مونږه   د   سهاره  سره

 

ما يا نشه کړه يا مې مړکا چې احساس مې ورک شي

چې  مرمه  نه  قدم  قدم  د  ژوند  په  لاره سره

 

مونږ سر خوړلو په دې ښارکښې ځکه سراوخوړو

مونږ  په  سرونو  سودا  نه کړه د سرکاره  سره

 

شهاب خټک

۱۴.۰۳.۲۰۲۲

-
بېرته شاته