(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

22.03.2022ېو نېم سړی

[22.Mar.2022 - 15:26]

يونيم داسې سړی وي، تابه ګل تابه ګلاب کړي

يونيم داسې سړی وي، خونددخولې به دې خراب کړي

 

رڼې چېنې دښكلیوسترګې وي خو چېنې نه وي

يو څاڅكی به درنه كړي، ستا په برخه به سراب كړي

 

شته داسې داسې هم، چې څوک وويني خوله ئې بندشي

شته داسې داسې هم، چې خلک واړه لاځواب کړي

 

بهرنه دګل څانګه وي دننه سره لمبه وي

داښكلي وي سكروټې، سړی وريت لكه كباب کړي

 

ليدلي مې ډېرخلک دي، چې مالولي منګله

كمی د هغو هم نشته چې ما ردي کتاب کړي

............
پرفیسر اسيرمنګل  Prof. Aseer Mangal 

-
بېرته شاته