(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

22.03.2022دوعا

[22.Mar.2022 - 15:22]

ای !   د  عدالت  ربه،  دا  لوبه  خو  ورانه  کړه

نور که څه کوې که نه، خلاص مو له ملا نه که

 

ماته  د جنت کیسې،  ځان  ته  د  دنیا  حساب

دا  دې  عجیبه انصاف،  دا  دې  عجیبه  کتاب

 

زه په مستۍ سور کا فر، ته په هوس سپین ملا

ما  ته  په  فتوا  عذاب،   تا ته   په  دوکه  ثواب

 

ای !   د  عدالت  ربه،  دا  لوبه  خو  ورانه  کړه

مونږه   انسانانو      ته،   نوې لار    ودانه   کړه

نور که څه کوې که نه، خلاص مو له ملا نه که

(غني خان)

 
-
بېرته شاته