(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

22.03.2022نظم

[22.Mar.2022 - 15:21]

نظم

د مردان طورو انقلابی شاعر محبوب علی شاه باچا 

 

   د  پښتونخوا تصویر

 

زه به د قلم په ژبه دا جوثه روښانه کړم

ته په دې تصویر کښې بیا لږ رنګ د وفا واچوه

 

مخ به ورله زه د اباسین په چپو اووینځم

ته پکښې موجونه د اٙمو د درزا واچوه

 

خال لکه چترال به ورله زه په تندي کیږدمه

ته پرې د بولان د پلوشو نه رڼا واچوه

 

هار د زمرودو د دې غر به ورپغاړه کړم

سیوري د ځنګلو ورله زلفې په شا واچوه

 

شونډې به یې زه د پیښور په سرخۍ سرې کړمه

ته پکښې خېبر او تاترې نه ځلا واچوه

 

سترګو له به یې زه د وطن ټوله بجلي راولم

ته پکښې د مستو تندرونو ادا واچوه

 

ورُک دې شي پیزوان د مغلوال د غلامۍ نخښه

ته ورته چارګل د پښتنو د انا واچوه

 

کر به د سرو ګلو په لمنو ورله اوکړمه 

ته ورته سور شال په ښکلي مخ د حیا واچوه

 

جوړ به ورته زه کړمه سنګر د مارګلې په سر

ته ورته جهلم کښې پوخ پړاو د بقاء واچوه

 

نوم د پښتونخوا به یې محبوب په سینه اولیکي

ته پکښې د اوږو تږو برخه بلا واچوه

-
بېرته شاته