(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.03.2022نن مې بیا زړګی

[18.Mar.2022 - 19:46]

نن مې بيا زړګی نری نری خوږېږي

درد مې بيامونده د خيال په نندارتون کې

له افسوسه مې چشمان دي په خونبار ګډ

کاشکې نه وای د دې دهر په بازار ګډ

¤¤¤

محترمو اورېدونکو عزيزانو

عاليقدر عزتمندو صاحبانو

زه غمجن د څو خبرو آرزومند يم

آزرده نه شئ له ما نه زه دردمند يم

عفوه غواړم که وينا کې مې تلخي وي

د مريض په سخت ويل څه نا خوښي وي

زه دردمند يمه د درد سندرې وايم

خو د زړه دردونه اوس تاسې ته ښايم

زمونږ سترګې له غفلته نه غړېږي

نن مې بيا زړګی نری نری خوږېږي

¤¤¤

تاسې ګورئ دې دنيا او دې جهان ته

دې کوشش او دې غيرت او دې وجدان ته

خيال لری چې په سپوږمۍ کې وداني کا

پاس له ځمکې په هوا زندګاني کا

مونږ تر اوسه لا په خاورو کې توغړېږو

د سود خور و سودخورۍ نه نه خلاصېږو

ډک سيندونه د اوبو را ته روان دي

خو ډاګونه د اوبو له کمي وران دي

خدای را کړي ښه پاسته پاسته ډاګونه

په لکونو کروړونو جرېبونه

افسوس دا چې کمال نشته په پښتون کې

درد مې بيامونده د خيال په نندارتون کې

¤¤¤

پښتانه که ټول د علم خاوندان شي

او ډاګونه تمامي زمونږ ودان شي

په وطن به زمونږ څه لره کاختي وي

د دانو به په مونږ ولې قيمتي وی

وجه دا ده چې کوشش او کمال نشته

د ملت په دې خبرو څه خيال نشته

هر سړی د ځان ځانۍ په لور روان دی

د مکتب نه او تعليم نه رو ګردان دی

که ځانونه معارف سره اشنا کړو

د عرفان په ماميره سترګې بينا کړو

نه به اوسو په احتياج او انتظار ګډ

کاشکې نه وای د دهر په بازار ګډ

¤¤¤

يو انګرېز به بېسواده پاتې نه وي

په خپل علم به نامراده پاتې نه وي

مونږ په سلو کې پنخه نوي اميان يو

تر درېيم کلي مېرزا پسې روان يو

يو انګرېز به چا نادان ليدلی نه وي

له مکتب نه به ناکام وتلی نه وي

زمونږ ووړکي ډلې ډلې ناکامېږي

ناکامۍ په نوم مکتب نه خارجېږي

که رښتيا وايم پښتو او غيرت نشته

د ناکامو په پلرو کې همت نشته

دا خو مرګ دی چې پښتون زوی ناکامېږي

نن مې بيا زړګی نری نری خوږېږي

¤¤¤

تمدن اول له بلخه شروع شوی

جهان پوه نه و له مونږ ځنې پوه شوی

مونږ نه مخکې خلک مخکې عالمان شول

شاګردان د استادانو استادان شول

څلور سوه کاله مخکې زما ګرانه

امريکا ده کشف شوې واوره مانه

نن يې فکر اسمانونو ته ختلی

تر مريخ او عطارده رسېدلی

هی افسوس افسوس زمونږ په پښتونواله

نن تعليم له چې مونږ درو مو امريکا له

يو عالم نه شو پيدا قوم د پښتون کې

درد مې بيامونده د خيال په نندارتون کې

¤¤¤

که يو ټوکی له خارج نه نوی راشي

اخيستو ته يې زمونږه ميل پيدا شي

دا خو نشته چې په خپله يې ځان ته جوړ کړو

په قوت د خپل زحمت سره ځان جوړ کړو

خپل مالوچ او وړۍ مونږ لېږو جهان ته

پاو په دوه يا درې خرڅېږي ځي جاپان ته

ګز په سل او په نوي يې بيا اخلو

د بزاز په دکان وار نه وي پرې نښلو

څه پيسې مونږ نه په چای او په سګرټ ځی

د کال ګټه مو خارج ته په منټ ځي

له ناکامه يم په شور او په چغار ګډ

کاشکې نه وای د دې دهر په بازار ګډ

¤¤¤

ښه کانونه په وطن کې خدای را کړي

مګر مونږ د بې علمۍ سېلاب يو وړي

د پترو لوښي چيني لرو کاله کې

دروغ نه وايم د ملک هره ناله کې

علم پوهه زمونږ نشته چې يې د ځان کړو

خپل ځانونه د هستيو خاوندان کړو

د خارج تېلو نه کار اخلو تر کومه

نه شر مېږم نه په دې خبره مرمه

څو به شمېرمه هر شی واړه قياس کړئ

خدای لپاره له نفاق نه پورته لاس کړئ

په نفاق کې عاقبت سړی سپکېږي

نن مې بيا زړګی نری نری خوږېږي

¤¤¤

نور عالم کې رای ګيري چې چېرته کېږي

يو ريس يا يو واکمن چې غوره کېږي

تر څلېرويشتو ساعت کار يې تمامېږي

په يو تن به قناعت د تمام قام وي

مونږ که نيسو يو وکيل ملي شورا ته

ته به ما ته غاړه نه ږدې زه به تاته

تر پنځو مياشتو جګړه مو نه پرې کېږي

په ګوندۍ سره به پسونه حلالېږي

چې زمونږ د بارسوخو دا روزګار دی

نور د عامو ځنې څه ګيله په کار دی

له دې غمه اور مې بل شي په لړمون کې

 درد مې بيامونده د خيال په نندارتون کې

¤¤¤

ای پښتونه ور شه کښېنه سينما ته

چې وضعيت د نور عالم ښکاره شي تا ته

نورو خلکو له کارو نه ځان خبر کړه

بيا دې خپل موجوده حال و ته نظر کړه

بېرته شاته