(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.03.2022خندا او ژړا

[18.Mar.2022 - 19:33]

خـندا او ژړا

ما پـــتــه لــګــــولــې ، ژړا مــــــشــره لــــــه خـــنـــدا ده ( ۱ )

دا مــشــره د رقـــیــــــب ده، خــــو دا کــشــره يــې زمــا ده

 

ژړا نــــه مــې زړه تـور دی مــبـارک دې شـــي رقــیــب تــه

ژوند ښه دی په خندا کې چې خوښي اوخوشحالتیا ده

 

ماشوم چې چـېـرې وشـي لومړی ژاړي وروسته خاندي

ژړا ښــــکـاري نــســلـــي خو خـنــدا زده کــړه له د نــیا ده

 

خـند ېــږه راتـه خـانـده چې د ژوند ســتوری روښان شي

خـنـدا چـې پـکـــې نـــه وي د ژونـــدون خــــونــــه تـا لا ده

.........................

۱ ) دا پته ما ته د  ودې د ساپوهنې سربېره زما د لمسي پوهیال ستوری د پوهنېزې څارنې په لړ کې لګېدلې ده. پوهیال ستوری په ۱۹۹۸/ ۳/ ۱۱نېټه زېږیدلی تر دري میاشتو پورې ئې وچه ژړا کوله چې اوښکې ورسره بدرګه نه وي، ورسته د درې میاشتو د ژړا سره اوښکې بدرګه شوې او په همدې وخت کې په مسکا چې د خندا لمړنۍ بڼه ده پیل وکړه، ددي څارنې په ترڅ کې دا خبره تائید شوه چې ژړا نه یوازې د خندا نه مشره ده بلکه په ډېره اندازه سره پیدايښتي ( یا نسلي ) او خندا د زده کړې په بنسټ منځ ته راځي

 

(ډاکتر کبیر ستوری) Dr. rer.nat. Kabir Stori

…….

 

 

تکــړه قـلـم

مــــطـلــــب پـــروت دی د لـــفــظـــونـــــو پـــه مــــانــا کـــی

دا نـــــــسان د پـــــــوهــــــــاوی هـــــــــره ویـــــــــنـــا کـــــــــی

 

پــــه تـــکــــــړه (۱ ) قــــلـــــم لــــیکــــنــه کـــــړه لــــیکـــوالــه

چــې لــــیکــــنـــه دی تـــل پــــا تــی شـــــی د نــــــیـا کــــــی

 

چـــې د خـــپل غــــیـرت تــاریــــخ پــکــی خـــونـدی کـړی

پــا تــــی رانــــه شـــــی  پــــه نــــنـــګ او پــــــه وفـــا کـــــی

 

د تـــــــکـــــړه قـــــلـــــم لـــــیـــکــــنـــه نـــــه ورانــــــــــــــېــږی

کـه ئـی ومـــــیــنـځـــی هـــر څـــو ئـــــی ښــــــــه صـــفـــا کی

 

د تــــکــــړه قــــلـــم رنــــــګ پــــــوخ وی نـــــه څــــــریــــــږی

ســــــتـوری ویـــل پـــوخ وی د ژونــد پـه پــرمـخـتـیـا کی

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱ ) ځما د لمسۍ سلما په کمیس یو انځور اونوم لیکل شوی و پوزه ئی ماته شوه او دوینو څو څاڅکی په کمیس ولویده. ما وویل چې دا کمیس په داسی ډول ووینځی چې وینه ئی لاړه شی دا لیک وران نه شی. ځما کوچنی لمسی پوهیال وویل چې دا لیک په تکړه قلم لیکل شوی دی، نه ورانیږی. ما هم د تکړه قلم لفظ راوخیست.

 (ډاکتر کبیر ستوری) Dr. rer.nat. Kabir Stori

…….

 

 

-
بېرته شاته