(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.03.2022څه به ته

[18.Mar.2022 - 19:06]

چې دې وس د بدو نه وي

څه به ته څه به دې ښه وي؟

توبه هله د شرابو!

چې شراب درته پراته وي

 

چې بوډا شي خوله کړشپه

بیا توبه توبه د څه کې؟

هغه ښه د بدو بد وي

د ناکامه چې ته ښه کې

 

ملا ناست د توکړو شکور ته

وايي رندانو ته خراب

غریب څه وکړي جومات کې

نه معشوق شته نه شراب

 

دا چې باغ د ګلو ډک وي

مستانه غوندي ماښام وي

دا چې سرې شونډې ساقي دې

په سور لاس نيولی جام وي

 

دا چې تاته رڼې سترګې 

غلی ووايي سلام!!!

په مکېز دې زړه کې بل کړي

د مستۍ دوزخ تمام

 

او وايي راشه راشه ياره

وخت دی لږ ،خبرې ډېرې

بيا دې ورو شان د اوږو نه 

پستې لېچې کړي چاپېرې

 

خوله دې خولې ته کړي در پورته

شونډې سرې تودې بې هوشه

لکه بله ډيوه رپي

د ځوانۍ مستۍ د جوشه

 

سينه دروړي سينې له

د بخمل هسې ورېښمينه

د ارمان او مينې ډکه

د نرګسو نه نيازبينه

 

او ستا وجود یو سمندر شي

د طاقت او د سرور

زړه دې واخلي هغه اور

چې هم اور دی او هم نور

 

ته چې دغه وخت اوچت شې

شې جومات کې په ژړا

ليونی وايي ،قسم دی

يا خو غوث يې يا هيجړا

(غني خان)

-
بېرته شاته