(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.03.2022دا د لوې پښتون

[18.Mar.2022 - 19:04]

د اوچت  ” شمشاد” په څوکو

د غیرت ” خیبر” سینه کي 

د آسمان ” پامیر” په موټو

 د ” کوږک” هره کوڅه کي 

 دواورین  ” هند کوه” په نوکو 

د ” تکای”  تږي کوګل کي 

د ”کسي ” په تېږو پرښو 

 د "تیرا"  سورکي بورجل کي

د  "سپین غره"  په دنګه غاړه

د "تاجمیر"  په هسکو تړو

 د "بابا" په سپینه داړه

د پولاد  په سختو دړو

د  دلکش ” چترال ”  په زړه کي 

 د "کیمو"  په هیرو شپو کي 

دسرکش ”سالنګ”  جوغه کي

د  ”تورغره ”  ورکو درو کي 

ددې تړو په کږ لېچ کي 

ددې لوړو په هرپېچ کي 

ماښخ کړي داستانونه 

ما جوړ کړي تاریخونه

نڅوي دا الهامونه ( چي) 

 

هرشکن مو بت شکن دی

د مغرورو دککري 

هره لویشته مو یاد ګار دئ

د سرزورو د ډغري 

دا دننګ آسماني تړي 

دا دجنګ توپاني لړي 

دا دپرښو کږلیچونه

د دښنه وو د مرګ جړي

دا زما دبچو کور دی

دا زما دبابا ګور دی

دا مي وینه ، دامي مینه

دا مي تن دا مي وطن دی

دا دلوی پښتون بدن دی

 

د ” بخدي” د  آسمان څوکي

د ”پکتویس ”  دغیرت لیکي

د  ” زرتشت” د زړه آهونه

د  ”سوما ”د سینې څړیکي

د”سپین پوښو” کاروانونه

د”سرخپوشو” سېلاوونه 

د  ”سوري” دجهاد نښي

د  ”میرویس” د ننګ زخمونه

د ”اکبر” دخنجر ژبه

د ”ایوب” د توري تندر

د ”ملا لي” وروستۍ کړیکه 

د مرګي  و غېږ ته منډي 

د”ایمل” دژوند سندره 

د  ”دریا ” د مرګ یادونه 

د  ”اجمل” د غیرت چغي 

 د ” بابا” د زړه تارونه

زما دشعر په څپو  کي

زما دآه په نڅېدو کي 

سوروي دننګ سازونه

سازوي دجنګ شعرونه

پاروي دا آهنګونه (چي) 

 

له اکسوسه تر اندوسه 

په یورګ کي یوه وینه 

د درانه پښتون جسد دئ

په هر هډ کي مینه مینه 

دا دسرو وینو ډولۍ ده 

دخوني عقاب ځالۍ ده 

هر بوډایې شعر پسنده 

هره پېغله جنګیالۍ ده 

دا زما دبچو کور دئ 

دا زما دبابا ګوردئ 

دامي وینه، دامي مینه 

دا مي تن دا مي وطن دی

دا دلوی پښتون بدن دی

 

 د بد مست ” هلمند”  مو جونه 

د”سیستان” تیر پر تمونه

د  ”اټک ” د آسمان لړي 

 د”احمد ”  د آس ګردونه

  د  ” آمو ”    څپاندي څنډي 

د شپنیو سیلاوونه

د ” کوکچې” سېلابي غاړي 

د اوښبه وو کاروانونه

د” ارغند ” شینکۍ لو خړه

د” سکندر ”  ستړي آهونه

د ” هري ”  توپاني مټي

د” تیمور   ”  مات اندامونه

د ” کابل ”  آسماني څا څکي 

د ” فرنګ ” د مرګ خوبونه

د” ګومل ” پولادي کاڼي 

د” اورنګ   ” اوبه مغزونه

د زمان توپاني سیند کي 

د پښتو په ابا سین کي 

پاڅوي ځوان توپانونه

زیږوي نوي مو جونه

مستوي دا سیلابونه (چي)

 

هر تحریک  مو مستي ساز دئ

هریو نیز مو سد شکن دی

خونړي مو هر یو څاڅکې

دسرو وینو آبستن دی

پاڅئ پاڅئ خئ یوکیږئ! 

درومئ درومئ روانیږئ! 

دلوی کور بنیادي څلو

ویرانیو کي دریږئ 

دا زما دبچو کور دی

دا زما دبابا ګور دی

دامو وینه دامو مینه

دامو تن ، دامو وطن دی

دادلوی پښتون بدن دی

عطايي (ملا)

-
بېرته شاته